Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر اشرف غني ته د امریکا لیک بېلابېل غبرګونونه راپارولي

خپور شوی

د

ولسمشر غني ته د انتقالي حکومت د جوړېدو او بن ته ورته په ترکیه کې د پراخې ناستې پر رامنځته کېدو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستي لیک بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د مارشال محمد قسیم فهیم د اووم تلین په مراسمو کې د ګډونوالو خبرې افغان ولسمشر اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پر لیک راوڅرخېدې.

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ دا لیک له ننګ او شرمه ډک دی، چې د امام حسین په څير به یې په مخالفت کې و دریږي.

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح څرګنده کړې؛ ولسمشر اشرف غني ته په رارسېدلي له شرمه ډک دا لیک به عملي نکړي.

امرالله صالح زیاته کړې؛ په دې لیک کې امرانه سوله غوښتل شوې او دی به د امام حسین په څېر مخالفت ته دوام ورکړي.

هغه وايي؛ له دې سولې غوره ده، چې د پاکستان یا طالبانو ګولۍ پر ټټر وخوري.

نوموړي د امریکا د سولې نوې کړنلاره او د انتقالي حکومت د جوړېدو پر وړاندیز نیوکه کړې او وایي؛ دا طرحه داسې پله ته ورته ده، چې که و نه رغول شي، تلونکي کسان به پر سیند لاهو او پېنځه دېرش میلیون افغانان به د تاریخ کندې ته ولویږي.

امرالله صالح وایي؛ حکومت له دې لیکه اندېښمن ندی او نه به یې په دریځ کې بدلون راشي.

یو شمیر سیاستوالو ولسمشر محمد اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له دې لیکه هرکلی  او ځینو نورو بیا مخالفت کړی.

پخوانی ولسمشر  حامد کرزی وایي: ما یو فکر لرهو خلیلي بل او مارشال بل؛ خو داسې یوه ورځ هم رانغله، چې زمونږ راز له مجلسه ووځي؛ ځکه دا هېوادنی راز و او ښه نه وه، چې له هېواده ووځي.

د ملي پخلاینې عالي شوری مشر عبدالله عبدالله ويلي، چې د هېواد حالات بحراني دي او په کار نده، چې هر وخت له بهرنیانو ګیلې وشي.

هغه ویلي؛ دا لیک ده هم ترلاسه کړی او ښکاري، چې نړیواله ټولنه غواړي په افغانستان کې هر څومره ژر، چې کیږي؛ سوله راشي. دا کار د افغان حکومت په واک کې ندی.

عبدالله عبدالله وایي: نن پر افغانانو یوه ډېره ستونزمنه ورځ راغلې. کله، چې په ننګرهار کې د رسنۍ درې کسان ووژل شول؛ ټول کارمندان یې رخصت شول. که یوازې د رسنیو کارکوونکي وګورو؛ نو له موټر چلوونکي یې نیولې ټول ځان په خطر کې ویني او د ټولنې هیڅوک هم خوندي ندی.

عبدالله عبدالله وايي، چې له ګیلو او نیوکو مخکې حکومت باید خپل سرګریوان ته ټيټ کړي.

نوموړي ویلي؛ مونږ باید د خلکو سپر شو، چې خلک راته لس ځله قرباني ورکړي. نن هم له بهرني شکایت، پرون هم. همدا بهرنی دی، چې په دنیا کې دی او ګټور هم دی او ښه هم دی او بد هم. مونږ باید لومړی خپل افراط او تفریط په خپلو کړنو کې وګورو.

یو شمیر سیاستوال وايي؛ د امریکا بهرنیو چارو د وزیر دا لیک ښيي، چې له افغانانو واک اخیستل شوی؛ خو ځينې نور وايي، چې د سولې لپاره باید قرباني ورکړشي.

د ولسمشر سیاسي او امنیتي سلاکار محمد محقق وایي: افغانستان په یو ډېر حساس پړاو کې دی؛ مونږ او خلک له اختیاره خلاص یو؛ ځکه نړۍ د افغانستان په اړه بیړه لري.

د ملي پخلاینې عالي شوری مرستیال عزیزالله دین محمد ویلي؛ سوله پر ترخو خبرو او مقابله نه تر لاسه کیږي؛ هره ورځ خلک مري، ځاني او مالي زیانونه ویني او له جګړې ستړي دي.

د مارشال محمد قسیم فهیم په دې تلینغونډه کې د سولې لپاره د نوموړي د وروستیو کلونو هڅې وستایل شوې او هغه یې نیک سړی وباله.

مارشال محمد قسیم فهیم اووه کاله مخکې د کب پر اتلسمه له ور پېښې ناروغۍ ومړ او د کابل په خیرخانه کې پر یوه لوړه غونډۍ خاورو ته سپارل شوی دی.

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه

هغه نن( پنجشنبې د لړم دوه‌ویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۳, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پنجشېر ولایت کې د پارندې برښنابند د تولیدي کارخونې پرانیسته وکړه.

هغه نن( پنجشنبې د لړم دوه‌ویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.

هغه ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت اړین لومړیتوب د انرژۍ په برخه کې پرځان‌بسیاینه ده، چې له پلي کېدا سره یې هېواد کولی شي د لوړ کیفیت لرونکي توکو د واردولو پر ځای بهر ته خپل تولیدي توکي صادر او د پانګې د جذبولو لپاره زمینه برابره کړي.

ملا برادر وایي: “د افغانستان اسلامي امارت اراده لري، چې هېواد د صنعت، کرنې، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او د ژوند په هره برخه کې پرځان‌بسیا کړي. دا شعار نه، بلکې یو عملي پروګرام دی.”

نوموړي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په هېواد کې دننه د صنعت او برښنا په تولیدي سکټور کې پانګونه وکړي او دا ډاډ څرګندوي، چې اسلامي امارت به پانګوالو ته ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د پارندې د برښنابند تولیدي کارخونه د ۴ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او تمه ده، چې د پنجشېر د اوسېدونکو د برښنا اړتیاوو لویه برخه پوره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان په پاکستان کې د روان جنګ پر ضد د پاکستان د فتوا غوښتنه رد کړه

رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نه‌ول.

Published

on

نن( چارشنبه د لړم یوویشتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان سره د مذاکره کوونکي پلاوي غړي رحمت الله نجیب ویلي، چې د مذاکراتو په بهیر کې پاکستاني پلاوي له افغان پلاوي وغوښتل؛ یوه داسې فتوا صادره کړي، چې په پاکستان کې روان جنګ پرې غیر عادلانه اعلان شي.

رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نه‌ول.

هغه دا هم څرګنده کړه: افغان پلاوي په پیل کې دا ومنله، چې فتوا صادرېدی شي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د داسې حکم صادرول د دارالافتاء دنده ده او د دې ادارې هره پرېکړه باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، نه د شخصي غوښتنو یا بهرنیو فشارونو پر بنسټ.

د رحمت الله نجیب د څرګندونو له مخې؛ ممکن دا وضاحت پاکستاني لوري ته د منلو وړ نه‌وي؛ خو همدا توپیرونه د دې لامل شول، چې مذاکرات پرته له پایلو پای ته ورسیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل

 دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (ایف ای او) خبرداری ورکړی، چې د څارویو وبا ناروغۍ (PPR) په افغانستان کې له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې ګواښلي دي.

 دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.

دې ادارې زیاته کړې؛ د آسیا پراختیایي بانک او بریټانیا د افغانستان د څارویو په ژغورنه کې مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له دې واکسینو موخه د ناروغۍ د خپرېدنې مخنیوی دی. له ۱۹۹۶ کال راپدېخوا، چې په افغانستان کې د څارویو د وبا ګواښ ته پام راوښتی دی. دا ناروغي اوس هم مالدارۍ ته یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د کابو کولو تدابیر یې د خپرېدو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(ایف ای او) په راپور کې راغلي:« د څارویو واکسین پیل په افغانستان کې د خوړو، سوداګرۍ او ژوند د پايښت لپاره هڅې خوندي ساتي؛ د وزو او پسونو وبا تر ډېره د افغانستان په شمال او ختیځو ولایتونو کې مالداران ځپلي دي.»

د هېواد یو شمېر مالدارانو ويلي، چې په روستیو دوه کلنو کې مالدارن له ګڼو روغتیا يي ستونزو سره مخ کړي  او په لسګونو لوی او کوچني څار وي يي د ناڅرګندو نارغیو له کبله مردار کړي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د دې نارغیو د مخنیوي لپاره د څارویو روغتیایي مرکز اوسهم شتون نلري.

د اقتصادي چارو کار پوهانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خپور کړی راپور د اندېښنې  وړ بولي او وایي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت باید په هېواد کې د مالدارۍ د پراختیا او مصونیت لپاره د څارویو روغتیايي مراکزونو ته پراختیا ورکړي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د څړځایونو له کمېدا او وچکالۍ سره د مالدارۍ وده او پالنه ټکنۍ شوې، چې د ډېرو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.

ویل کیږي، چې دا مهال په کلیوالي سیمو کې شاوخوا ۶۸ سلنه خلک مالداران دي مالداري دي او همدا یې د ژوندانه لپاره د ګټې وټې یوازنۍ لار ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!