تازه خبرونه
ولسمشر اشرف غني له مارشال دوستم سره وکتل
د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم د دوشنبې پر ورځ د کب ۱۸ بریالی شو، چې له څه نا څه دوه کلونو وروسته د هېواد له ولسمشر اشرف غني سره وګوري.
د مارشال دوستم دفتر په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو پر اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت، د سولې بهیر پر ملي اجماع خبرې کړې دي.
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د بېلابېلو سکتورونو د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د خوندي کېدو ترڅنګ ټینګار شوی، چې هېوادڼي مشران باید د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره دوامداره هڅې وکړي، نه دا، چې د اوږدمهاله تمو په هیله هر څه له لاسه ورکړي.
دغه راز په دې لیدنه کې مارشال دوستم ولسمشر ته د هېواد د په ځانګړي ډول د شمال او شمال ختیځو سیمو د امنیت په اړه ځانګړي معلومات ورکړل.
نوموړي ټینګار کړی، چې د کابل – کندوز، فاریاب – مزار د لویې لارې د امنیت لپاره باید عملي پلانونه جوړ شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د مارشال دوستم د امنیتي طرحو او پروګرامونو ستاینه کړې او پر پلي کولو یې ټینګار کړی دی.