تازه خبرونه
ولسمشر غني د آسیا زړه په څنډه کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۴۰۰)
افغان ولسمشراشرف غني نن سهار د سې شنپبې پر ورځ( د وري ۱۰) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د آسیا زړه – استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو د نهم کنفرانس په څنډه کې وکتل.
ارګ زیاته کړې: د دغې ناستې په بهیر کې، چې د دوشنبې ښار په بستان سرای کې تر سره شوې دواړو خواوو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کړي دي.
شاه محمود قریشي دغه راز ټینګار کړی، چې پاکستان د افغانستان له سولې، خپلواکۍ، اوربنده او ډیموکراټیک بهیره ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آسیا زړه – استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو د جګړې پر درولو او امنیت خوندي کولو ټینګار کړی دی.