تازه خبرونه
ولسمشر غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د سولې پر بهیر غږېدلی
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې اشرف غني د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د افغانستان د سولې بهیر پر وروستيو پرمختګونو بحث او خبرې وکړې.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ د امريکا د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو او هدفي وژنو خپله خواشيني وښوده او هغه يې وغندل.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې بلینکن ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی، چې امریکا او افغان حکومت به د سولې بهیر په اړه نږدې اړیکې او همغږي روانه وساتي.
انټوني بلینکن د ټیلیفوني مرکې پر مهال څرګنده کړې: زمونږ ګډه موخه یو متحد، آزاد او ډیموکراټیک افغانستان دی.
نوموړي زیاته کړې، چې له دې تاریخي فرصته باید د تلپاتې سولې او په ټول هیواد کې د اوربند لپاره ګټه پورته شي.
هغه وایي: مونږ له ولسمشر اشرف غني سره د امریکا او افغانستان تر منځ د دوامداره همکاریو د ژمنې په اړه هم خبرې وکړې.
ده دا هیله هم په ډاګه کړې، چې امریکا به د سولې لپاره دغه تاریخي فرصت ته نوره وده هم ورکړي او ټول افغان مشران به د تېرو شل کلونو لاسته راوړنو ته ژمن پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پنټاګون ویلي؛ طالبانو د دوحې تړون پر بنسټ خپلې ژمنې پلې کړې ندي.
