تازه خبرونه
ولسمشر غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې پر روان بهیر خبرې وکړې
ولسمشرۍ ماڼې نن دوشنبه د غبرګولي پر ۳۱ ویلي، چې ولسمشر غني نن سهار د هېواد له سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې پر روان بهیر او د جمهوریت پر لومړیتوبونو بحث او خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ د رسنیزو څرګندونو له مخې: د دغې ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د سولې بهیر د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړیتوب دی او پاتې نور ټول راتلونکي ګامونه به په دې بهیر کې پر همغږۍ او یووالي پورته کیږي.
په دې ناسته کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سرور دانش، د ولسمشر پخوانی مرستیال یونس قانوني، د مشرانو جرګې مشر فضل الله هادي مسلمیار، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي، د افغانستان د اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا غړي محمد اسمعیل خان او یو شمېر نورو حکومتي او دولتي چارواکو ونډه لرله.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ غونډې ټینګار کړی، چې د سولې او ثبات د ټینګښت، د جمهوري نظام د پیاوړتیا او د هېواد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ملي یووالی او قوي سیاسي اجماع ته اړتیا ده او د ثبات د ټینګښت لپاره باید د خلکو ملاتړ وکارول شي.
په دې لیدنه کې امریکا ته د ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر په ګډون د یو پلاوي د سفر په اړه هم بحث وشو او دغه سفر مهم او اړین وګڼل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ په ډاګه کړه، چې ولسمشر غني او د پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله ټاکل شوې، چې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۵ نېټه امریکا ته سفر وکړي او له ولسمشر جو بایډن سره د امریکا- افغانستان د همکاریو او وتلو په اړه بحث او خبرې وکړي.