تازه خبرونه

ولسمشر غني نن د اماراتو په نړیوال فرهنګي کنفرانس کې ګډون کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په(تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ) کنفرانس کې د ګډون د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلی دی.

دا نړیوال کنفرانس د ابوظبی حاکم د شیخ محمد بن زیاد او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پر نوښت او د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان پر ملاتړ د ډسمبر پر دوه یمه او درېیمه نېټه ترسره کېږي.

په دېفرهنګي غونډه کې د هېوادونو مشران، کارپوهان او د نړیوالو سازمانونو استازي او همداراز د نړیوالو پولیسو(انترپول) چارواکي ګډون کوي.

ددې غونډې ګډون کوونکي په جګړه ځپلو سیمو کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې څرنګوالی ارزوي.

دغه راز په دې کنفرانس کې به د تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو لرونکو جګړه ځپلو هېوادونو سره د مرستې پرېکړې هم وشي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په نږدې څلوېښت کلن کړکېچ کې یې فرهنګي میراثونه لوټل شوي، یا هم تر ګواښ لاندې دي یا زیانمن شوي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوی وزیر صلاح الدین رباني په دې سفر کې د ولسمشر ملګری دی.

ولسمشر په دې ورځ د دغه هېواد د خپلواکۍ په ۴۵ جشن کې برخه واخیسته.

په وروستیو ۱۵ کلونو کې دافغانستان یو شمېر فرهنګي میراثونه د نړیوالو فرهنګي میراثونو په کتار کې راغلي؛ خو اوس هم ددغه هېواد ډېر شمېر فرهنګي میراثونه له ګواښ سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې له دغه کنفرانس وروسته به ولسمشر غني هند ته په آسیا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه سفر وکړي. 

Trending

Exit mobile version