پرمختګ او بشپړتیا

ولسمشر غني د جګړې له ډګرونو څخه د پولیسو پر وتلو ټینګار څرګند کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر غني د جګړې له ډګرونو څخه د پولیسو پر وتلو ټینګار کړی او وایي؛ دا ځواکونه باید خپل اصلي ماموریت ته، چې د قانون پلي کول دي، پاملرنه وکړي.

ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۳) هغه بنسټ ته ورغی، چې شاوخوا درې کاله مخکې یې د فساد زړه نومولی و.

ولسمشر غني د نږدې پېنځه سوه فارغ شویو پولیسو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ټینګار څرګند کړ، چې: باید په کورنیو چارو وزارت کې بهرنۍ لاسوهنې پای ته ورسیږي او خبرداری ورکوي، چې هیڅ امنیتي مسوول پر جرمونو د تورنو کسانو د وژلو حق نلري.

دا مهال پولیس له ترهګرو سره په مبارزه کې دي؛ ځکه یې تلفات هم زیات دي؛ خو اوس ولسمشر غني غواړي، چې پولیس خپل اصلي ماموریت ته مخه کړي، چې د قانون تنفیذ دی.

ولسمشر اشرف غني وایي، بهرنۍ لاسوهنې باید په دې وزارت کې صفر شي. زمونږ په قانون کې نامسووله وسلوال ځای نلري. لوتماران او قاچاقبران پولیس ګواښلی نشي، ډارماران او رهزنان پولیس کنځلی نشي. که دا ملاتړ غواړئ؛ نو زما او د دولت ملاتړ لرئ.

نوموړی زیاتوي؛ پولیس باید د جګړې له ډګره راووځي او له دې وروسته خپله بنسټیزه دنده، چې د قانون پلي کول دی راوګرزول شي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی د سمونونو لپاره د معیاري پروګرامونو د عملي کیدو ډاډ څرګندوي  او وایي؛ هغه بهیر، چې د عرف په توګه په دې وزارت کې برلاسی و، پېژندل شوي او معیاري بهیر به یې ځای ونیسي. د کابل ښار د امنیت خوندي کولو لپاره د عملي کړنلارې طرحه د پلي کیدو په حال کې ده.    

د کورنیو چارو وزارت سترګې اوس همدې تازه دمو افسرانو ته وراوړي، چې په هېواد کې د جرمونو د کچې راټیټولو لپاره مسلکي عمل وکړي.

پولیس افسرانو هم ډاډ څرګند کړ، چې د امنیت په خوندي کولو کې به نه ستړې کیدونکې هڅې تر سره کړي. مونږ د کابل په ښاري حوزو کې ګومارل شوي یو او ژمنه کوو، چې جنایي جرمونو کچه به راټيټه کړو.

ولسمشر غني د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو ته نوې لارښونه هم وکړې او وایي، هیڅ امنیتي مسوول حتا مشران یې حق نلري، چې پر جرمونو تورن کسان ووژني.

هغه په داسې حال کې امنیتي ځواکونو ته د ځواک په کارولو کې له نویو مقرراتو خبره کوي، چې  تېره اوونۍ د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د جمعیت د قومندان آمر ستار غوربندي په ګډون د دوه کورنیو پېنځه کسان ووژل.

Trending

Exit mobile version