تازه خبرونه
ولسمشر غنی او عبدالله عبدالله دواړو امریکا مایوسه کړې- پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل له سفر وروسته څرګنده کړې، د داکتر اشرف غني او عبدالله کړنې بې مسوولیته وې؛ دغو دواړو سړیو امریکا مایوسه کړې، ځکه نه یوازې زمونږ، بلکې د افغانانو د سرښندنې سپکاوی هم کوي.
د ولسمشر غني او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو د دوام له کبله امریکا له افغانستان سره په خپلو مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راوستی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا هم په ډاګه کړې؛ مونږ سر له ننه له افغانستان سره د ۱ میلیارد دالرو مرسته راکموو او راتلونکی کال به یو میلیارد نوره هم کمه کړو. دغه پرېکړه د بیاکتنې وړ هم ده؛ که دواړه لوري ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: دوی هڅه وکړه، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړیدو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي؛ خو دواړو لوریو خپل اختلافونه روان وساتل، چې دا د امریکا ملي ګټو ته خطر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له همدې کبله دوی په روان کال کې له افغانستان سره خپل یو میلیارد ډالر مرسته کموي او په راتلونکي کال کې به هم د خپلو مرستو په کچه کې کموالی راولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ولسمشر غني او داکتر عبدالله عبدالله هم نیوکه کړې، چې سولې ته ژمن ندي او تر دې دمه یې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی ندی ګومارلی.
همدا راز یې په ډاګه کړې، چې له دې وروسته د سیاسي اهدافو په خاطر له ترسره کیدونکیو نظامي عملیاتو ملاتړ نکوي او نه هم په کې برخه اخلي.
امریکا همدا راز ویلي؛ د هغو مشرانو ملاتړ هم نکوي، چې موازي حکومتونه جوړوي.
په اعلامیه کې د ولسمشر غني او داکتر عبدالله عبدالله کړنو ته غیر مسوولانه ویل شوي او په خبره یې امریکا خواشینې ده، چې افغان مشران د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو بریالي نه شول.
دغه راز مایک پمپیو له اشرف غني او عبدالله وروسته له ملا برادر سره هم لیدلي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له ملابرادر او نورو طالب استازیو سره کتلي دي. د ده په خبره په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې پر پرمختګونو، د ځواکونو پر کمولو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.
شاهین دا هم په ډاګه کړې، چې پمپیو ژمن دی، چې ټول امریکایي سرتېري به له افغانستان وځي او د سرتېرو د کمولو لړۍ روانه ده.
تازه خبرونه
د واورې او توپان له کبله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لويې لارې وتړل شوې
د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې دوهیمه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت څه نا څه ۵ مټرو او په سویلي سالنګ کې نږدې ۳ مټرو پورې رسېږي.
د افغانستان ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لویې لارې او سړکونه د واورې او توپان له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوي له موټر چلوونکو یې غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پر دغو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې دوهیمه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت څه نا څه ۵ مټرو او په سویلي سالنګ کې نږدې ۳ مټرو پورې رسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیان کې د واورې اورښت اوس هم روان دی او د بامیان-یکاولنګ، بامیان- پروان شبیر کوتل، ورس ولسوالۍ ته تللې لار، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او یوشمېر نورو ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړل شوې دي.
دغه راز د دایکنډي ولایت د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، د لوران استرلي کوتل او ځینې لارې د لنډمهال لپاره تړلې دي.
دې وزارت د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو د لارو له بندېدا هم خبر ورکړی دی.
دغه راز د یو شمېر راپورونو له مخې کابل څخه خوست، پکتیا او له همدې سیمو څخه کابل نورو ټولو نږدې سیمو خلګ باید لنډمهاله له سفرونو ډډه وکړي.
د ټولګټوچارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د شمالي، سویلي او مرکزي ولایتونو، ولسوالیو او لویو سړکونو د خلاصولو لپاره کاري ډلې په اړوند سیمو کې پر کار بوخت دي او د لارې د خلاصون لپاره یې یو شمېر شرکتونو ته قراردادونه هم ورکړي دي.
یاد وزارت له خلکو غوښتي، چې پرته له چمتووالي له سفر کولو ډډه وکړي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل په یوه رسټورانټ کې چاودنه وغندله
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا برید «یو ناوړه ترهګریز عمل» ګڼل شوی، چې د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر نههویشتمه د کابل د مرکزي سوداګریزې سیمې شهرنو په یوه رسټورانټ کې ترسره شوی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ هغه برید وغانده، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه رسټورانټ شوی، چې له کبله یې د یوه چینایي په ګدون اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو نور ټپیان شول.
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا برید «یو ناوړه ترهګریز عمل» ګڼل شوی، چې د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر نههویشتمه د کابل د مرکزي سوداګریزې سیمې شهرنو په یوه رسټورانټ کې ترسره شوی دی.
د دې برید پړه داعش خراسان ډلې منلی، چې له کبله یې شپږ افغان وګړي او یو چینایي ووژل شول او یو شمېر نور کسان د یوه ماشوم په ګډون ټپیان دي.
امنیت شورا د افغانستان او چین له خلکو او حکومتونو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې؛ د قربانیانو له کورنیو سره یې خواشیني شریکه کړه او ټپیانو ته یې د چټک او بشپړې رغېدا هیله وکړه.
امنیت شورا خپل پخوانی دریځ بیا تکرار کړ او څرګندوي، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو کې اوس هم د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ دی.
دې شورا ټینګار کړی، چې د ترهګریزو کړنو ټول مسوولان؛ عاملین، تنظیموونکي، تمویلوونکي او ملاتړ کوونکي باید له پېژندلو وروسته د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
د دې شورا په خبرپانه کې له ټولو هېوادونو وغوښتل شول، چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیکونو سره سم د ترهګرۍ پر وړاندې له اړوند چارواکو سره همکاري وکړي.
د شورا غړو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ ټول اعمال جنایي او د توجیې وړ ندي. که هر ډول انګېزه یا شرایط ولري. دې شورا د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، د کډوالو نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون پر بنسټ د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ.
د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا چاودنه د کابل په یوه چینایي رسټورانټ کې شوې ده. د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې دا چاودنه پر ځايي وخت شاوخوا د مازدیګر پر درې بجو رامنځته شوې او د پېښې د لاملونو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.
تازه خبرونه
چینایي پانګوالو له ډبرو سکرو څخه د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ډاډ څرګند کړ
د افغانستان برښنا شرکت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ تېره ورځ د دې شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د چین د پانګونې کنسرسیوم د شرکت[افغان یوچانګ (AYCC)] له مسوول لوا زونګچوون سره په لیدنه کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید پر پروژو د پانګونې په اړه بحث اوخبرې کړې دي.
د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی، چې چینایي پانګهوال په کابل او یو شمېر ولایتونو کې له ډبرو سکرو څخه د شاوخوا ۴۰۰ میګاواټ برښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.
د افغانستان برښنا شرکت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ تېره ورځ د دې شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د چین د پانګونې کنسرسیوم د شرکت[افغان یوچانګ (AYCC)] له مسوول لوا زونګچوون سره په لیدنه کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید پر پروژو د پانګونې په اړه بحث اوخبرې کړې دي.
الحاج ملا عبدالحق همکار د یاد چینایي شرکت مسوولانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دا مهال د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره ټول شرایط برابر شوي او پانګهوال کولی شي پر ډاډه زړه د برښنا د تولید او د اړوند بنسټونو د جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
د چین د کنسرسیوم افغان یوچانګ (AYCC) شرکت مسوول لوا زونګچوون په دې اړه خپل چمتووالی څرګندوي او وایي، چې په کابل ښار کې د ۶۰ میګاواټه برښنا د تولید پر پروژې سربېره به د تخار ولایت د ۳۲۰ میګاواټه برښنا د تولید پر پروژه هم پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې به د پلازمېنې کابل د ۶۰ میګاواټه برښنا د تولید پر پروژې پانګونه او عملي کار پیل شي.
دغه راز عبدالحق همکار ویلي، چې د برښنا د تولید د کورنیو سرچینو د پراختیا پروژې به د پخوا پر پرتله پرمختګ ولري او دا مهال هم پر یو شمېر پروژو کار چټک روان دی، چې له بشپړېدا سره به یې د هېواد برښنایي اړتیا تر ډېره پوره او په هېواد کې به د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس عبدالحق همکار له یو شمېر شیوخو او ملي پانګوالو سره په لیدنه کې پر نویو برښنایي پروژو د پانګونې آسانتیاوو د رامنځته کېدا ډاډ څرګند کړی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoد کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
تازه خبرونه3 days agoله تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
-
نړۍ5 days agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه ایران کې لږ تر لږه ۵ زره اعتراض کوونکي ووژل شول
-
لوبی3 days agoافغانستان د ۳۸ منډو پر توپیر ویسټ انډیز ته پر ماته ورکولو خپله مخکښه لوبلړۍ پیل کړه
-
تازه خبرونه5 days agoماشومان له خصوصي روزنتونونو څخه حکومتي روزنتونونو ته لیږدول کیږي

