تازه خبرونه

ولسمشر غني هند ته د سفر نیت کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې افغان ولسمشر اشرف غني د اقتصادي همکاریو په هیله هند ته سفر وکړي.

په روانه میلادي میاشت کې هندوستان ته د ملي وحدت حکومت د دوه لوړپوړیو چارواکو سفر او په وروستیو کې د هند او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ د کچې لوړیدو؛ خصوصي سکتور ډېر هیله من کړ.

 د صنایعو او سوادګرۍ وزارت مرستیال وایي، چې په نږې راتلونکي کې به د ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ تازه اقتصادي پرمختګونه پهډاګه کړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال اجمل عبدالرحیمزی وایي: که څه هم د ولسمشر د سفر جزییات راته بشپړ څرګند شوي ندي؛ خو په ټوله کې د افغانستان او هند اقتصادي همکاري د پراختیا په حال کې ده او په هند کې زمونږ د نویو مارکیتونو رامنځته کیدل به د سفر یوه غوره برخه وي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایي، چې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا ته په کتو د ولسمشر د سفر یوه مهمه برخه به د نویو اقتصادي پروګرامونو را منځته کول وي.

اقتصادي کارپوه حکیم الله صدیقي وایي؛ هند لیواله دی، چی له افغانستان سره په لویو او اوږد مهاله پروژو کې اقتصادي همکاري ولري او د هند خصوصي سکتور هم غواړي، چې په افغانستان کی د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چی په وروستیو دوه کلونو کی د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي اړیکو کچه په لوړیدو ده او دمګړۍ په کال کی نهه سوه میلیون دالر راکړه ورکړه شته او هڅه کیږي، چی دغه کچه دوه میلیارد دالرو ته لوړه شي.

خبریال: اسلم حجاب

 

Trending

Exit mobile version