تازه خبرونه

ولسي جرګه: دولتي ټاکنې په اړيکو او پيسو کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په اوسني نظام کې ډېرې ټاکنې د اړیکو په بنسټ کېږي او ان ځینې پوستونه پلورل کېږي چې دا مسله د ولسي جرګې غړو د اندېښنې وړ بللې.

 د ولسي جرګې ځینې غړي د دې ټکي په بیانولو سره وایي چې دولتي ادارو کې خالي بستونه او د وړو کسانو نه جذب د اندېښنې وړ مساله ده او باید دا مساله په جدي توګه تعقیب شي. په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزیره، د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو او د اداري اصلاحاتو د کمیسیون مسولین د همدې مسالې په تړاو ولسي جرګې ته استجواب شوي وو.

د کار او ټولنیزو چارو، پوهنې، عامې روغتیا وزارتونو او د اداري اصلاحاتو د کمیسیون مسولین په دولتي ادارو کې د خالي بستونو او د اړیکو پر بنسټ ټاکنو په تړاو ولسي جرګې ته استجواب شوي وو.

د ولسي جرګې ځینې غړي دولتي بنسټونو کې د کارکوونکو د جذب په بهیر نیوکه کوي او ټینګار کوي چې ان د ښوونکي بست تر اتیا زرو افغانیو پلورل کېږي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي: “بايد و ارزول شي هغه کسان چې مقررېږي له حکومتي چارواکو سره څه خپلوي لري او د بستونو د پلورلو له پاره ولسي جرګې ډېری شکايتونه رسېدلي دي او بايد چې دا موضوعات په جدي توګه و ارزول شي.”

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي: “د کارکوونکو د جدب بهير او په دولتي ارګانونو کې د ازموينې اخيستل ډېرې ستونزې لري او بهير يې شفاف نه دیان دا چې د يوه ښوونکي چوکۍ هم تر اتیا زرو افغانيو پورې دی چې دا کار ډېر وېروونکي او د اندېښنې وړ دی.”

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي: “په ډېرو دولتي ارګانونو کې پوستونه اعلانېږي خو د کار له پاره څوک نه نيول کېږي او په ځانګړې توګه هغه په شرايطو پوره کسان چې مراجعه کړي هېڅ ډول همکاري نه ورسره کېږي.”

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزیره وایي، دا مهال ټولو دولتي بنسټونو کې ۱۵زره خالي بستونه شته او هڅې کېږي چې دا کچه د روان کال تر وروستیو کمه شي.

د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخېل وايي: “په ټوليزه توګه د نفوس شپېته په سلو کې ځوانان دي چې له بده مرغه د بېلابېلو لاملونو له کبله يې ډېری بېکاره ده او موږ په اوس وخت کې د دولتي ارګانونو په کچه ۱۵زره تش بستونه لري چې نظر څو میاشتي وړاندې ته ډېر کم شوي دي، خو بيا هم د دې هڅه کېږي چې د جذب بهير چټک شي او تش پوستونه هم لږ کړل شي.

د اداري اصلاحاتو د کمیسیون سرپرست احمد مسعود توخي وايي: “موږڅو مياشتې وړاندې له ۲۵زره ډېر تش پوستونه لري چې له نېکه مرغه د کارکوونکو د کار موندنې په برخه کې پرمختګونه شوي دي او په اوس وخت کې ۱۴زره ۶سوه او څلور پنځوس تش بستونه لرو. له دې ښکاري چې په روان کال کې مو د استخدام په برخه کې ښه پرمختګونه کړي دي. “

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې ښه حکومت داري به هغه مهال وشي چې حکومتي ادارو کې وړ او په کارپوه کسان وګمارل شي، دوبی وایي څو پورې چې د افرادو ګمارلو کې شایسته سالاري په پام کې ونه نیول شي، شته ننګونې به له منځه ولاړې نه شي.

Trending

Exit mobile version