تازه خبرونه

ولسي جرګې بیا هم د ملي بودجې مسوده رد کړه

Published

on

ولسي جرګې نن شنبه( د مرغومي ۲۷) د دوه یم ځل لپاره، د ملي بودجې هغه مسوده د رایو پر کثریت رد کړه، چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ځانګړې شوې ده.

د ولسي جرګې غړيو ويلي؛ د بودې دوه یمه مسوده هم متوازنه نده او د دولتي کارمندانو د معاشونو د یوشانتوالي مسلې ته پاملرنه نده شوې.

ولسي جرګې په ډاګه کړې؛ تر هغې، چې بودجه متوازن شوې نه وي او د معاشونو د یو شانتوالي په اړه د جرګې غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، بودجه به تصویب نکړي.

د ولسي جرګې د استازیو د څرګندونو له مخې؛ حکومت د ملي بودجې په مسوده کې دوه نورې مادې زیاتې کړي، چې دوی ته د منلو وړ ندي.

د ولسي جرګې غړیو د دغو دوه مادو په اړه، چې حکومت زیاتې کړي پوره جزئیات وړاندې کړي ندي.

له دې مخکې هم ولسي جرګې دله دې کبله رد کړې وه، چې په کې احتیاطي کودونو ته ډېرې پیسې ځانګړې شوې وې.

Trending

Exit mobile version