لوبی
ولیدل شي، چې په نړیوال جام کې د آسترالیا لپاره بشري حقونه اړین دي او که ۲ نمرې – نوین الحق
د افغانستان کرکت لوبډلې لوبغاړي نوین الحق د آسترالیا پر وړاندې د ملي لوبډلې له لوبېدو مخکې ویلي؛ ولیدل شي، چې په نړیوال جام کې د آسترالیا لپاره بشري حقونه مهم دي که ۲ نمرې ترلاسه کول.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې د استرالیا کرکت بورد پر افغان نجونو د بندیزونو په غبرګون کې له افغانستان سره درې پنځوس اوریزې لوبې لغو کړې.
نوین الحق د خپل اینستاګرام په یوه پیغام کې، چې د آسترالیا کرکت بورد ننګولی، چې آیا په نړیوال جام کې به پهخپل دریځ ټینګ پاتې شي او که نه.
نوین الحق له نړیوال جام نه مخکې د مارچ په میاشت کې د استرالیا له بیګ باش لیګ څخه د وتلو پر مهال د یو ورځنیو سیالیو د پرېښودو په اړه خپله مایوسي څرګنده کړې وه. باید وویل شي، چې نوین الحق د آسترالیا په بیګ باش لیګ کې د سیدني سکسرز لوبډلې استازیتوب کاوه.
ټاکل شوې وه، چې آسترالیا د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې له افغانستان سره په ټیسټ لوبه کې لوبه وکړي؛ خو دا لوبه د همدې کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته لغو شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې دواړه لوبډلې به د روانې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ ( د لړم ۱۶ ) د هند په ممبي ښار کې له یو بل سره نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره، چې یوه ستره لوبه ده ولوبیږي.