Connect with us

سوداگري

وچ انځر د افغانستان د صادراتو غوره ميوه ده

خپور شوی

د

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي، چې وچ انځر د افغانستان  د صادراتو  د یوې غوره میوې په توګه ډېر بهرني پېرودونکي لري.

د کرنې وزارت ويلي، چې تېرکال (۱۳۹۸) د څه باندې ۸۵ میلیون امریکایي دالرو پر ارزښت وچ انځر له هېواده صادر شوي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، کندهار، هرات، هلمند، زابل، فاریاب، بلخ او روزګان هغه ولایتونه دي، چې انځر په کې کرل کیږي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې تېرکال له ۳۵۰۰ هکتاره باغونو څخه ۲۴۳۱۹ ټنه انځر تولید شوي دي.

د یادونې ده، چې هندوستان، متحده عرب امارات، کانادا او یو شمېر اروپایي هېوادونه د افغانستان د انځرو ترټولو لوی پېرودونکي دي.

 

سوداگري

د افغانستان بهرنۍ سوداګري منظمه روانه ده

د مالیې وزارت د اسرائیل او ایران د جګړې پر درېیمه ورځ اعلان وکړ، چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه خلاص دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ګمرکي اړیکې پرته له کومې ستونزې روانې دي.

Published

on

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې له وروستیو سیمه‌ییزو شخړو سره – سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري له ستونزې پرته منظمه روانه ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کورني بازار کې له ګاونډ هېوادونو او سیمې سره د توکو واردات، ټرانزیټ او عرضه عادي ده او د اساسي توکو په بیو کې هیڅ غیر معمولي بدلون ندی ثبت شوی.

وزارت د کموالي یا بې ثباتۍ په اړه د رسنیو راپورونه بې اساسه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې له مرکزي آسیا څخه د وارداتو لارې پیاوړې شوې دي. همدارنګه، د احتکار او ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات شوي دي.

د مالیې وزارت د اسرائیل او ایران د جګړې پر درېیمه ورځ اعلان وکړ، چې له ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه خلاص دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ګمرکي اړیکې پرته له کومې ستونزې روانې دي.

دې وزارت دا هم ویلي، چې په سرحدونو کې د افغان سوداګریزو توکو بارولو پروسه روانه ده.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي لارې او سرحدونه فعال او پرانیستي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي لار، د نیمروز لار او د ایران د صامت لار د شنبې پر ورځ په ایران کې د مراسمو له کبله تړل شوې وه؛ خو یوه ورځ وروسته بېرته پرانیستل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران په بندر عباس کې د افغان سوداګریزو توکو بارولو بهیر هم نورمال او پرته له کومې ستونزې روان دی.

د یادونې ده، چې د اسرائیل او ایران ترمنځ متقابل بریدونه اوس هم روان دي.

Continue Reading

سوداگري

پاکستان ته د افغانستان صادرات د اصلي سند له وړاندې کولو پرته لنډمهاله معاف شول

د پاکستان د ګمرک چارواکي آزاد مهدي ویلي؛ د سوداګرو د استازو له پلاوي سره له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د اصلي سند په اړه اغېزمنې خبرې اترې ترسره شوې دي.

Published

on

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی؛ د ګمرک چارواکو او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د بریالي خبرو اترو په پایله کې پرېکړه شوې، چې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات به د جون تر ۳۰ پورې له اصلي سند څخه پرته لنډمهاله معاف وي.

د پاکستان د ګمرک چارواکي آزاد مهدي ویلي؛ د سوداګرو د استازو له پلاوي سره له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د اصلي سند په اړه اغېزمنې خبرې اترې ترسره شوې دي.

هغه تشریح کړه، چې د عوایدو فډرالي بورډ (FBR) له مقرراتو سره سم د افغانستان ټولو وارداتو لپاره د اصلي سند درلودل لازمي دي؛ خو د پنبې، لوبیا، ډبرو سکرو او صابون ډبرو په ګډون ځینو توکو ته ځانګړی معافیت په پام کې نیول شوی دی.

اوسمهال د تورخم په پوله کې د دې توکو لېږدونکې ۶۶۷ لارۍ د دې سند د نه‌شتون له کبله ودرول شوې وې.

اوس به دې بار لاریو ته د جون تر ۳۰ پورې د اصلي سند پر ځای د لیکلي ژمنې پر سپارلو د ترخیص یا تصفیې اجازه ورکړ شي.

له دې نېټې وروسته له افغانستان څخه ټول واردات پرته له استثنا باید له اصلي سند سره یوځای شي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او پاکستان سوداګري ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته راټیټه شوه

د پاکستان جیو نیوز د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه) راپور ورکړ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري له ۲.۵ میلیارډ ډالرو څخه ۱ میلیارډ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

Published

on

پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د پاکستان جیو نیوز د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه) راپور ورکړ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري له ۲.۵ میلیارډ ډالرو څخه ۱ میلیارډ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

په راپور کې زیاته شوې، چې په سوداګریزو پالیسیو کې د ثبات نشتوالی او د سرحدي لارو تړل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کمښت بنسټیز لاملونه دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي جیو نیوز ته ویلي، چې د سوداګرۍ حجم زیاتولو لپاره، پاکستان اړتیا لري، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته لاسرسی ومومي.

اوسمهال افغانستان ته د پاکستان ډېری صادرات سمنټ، اوړه، درمل، بوره، میل‌ګرد او سابه دي؛ خو له افغانستان څخه د پاکستان واردات اکثره میوې او بېلابېل سابه دي.

 

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!