تازه خبرونه

يو شمېر اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د سفارتونه پر پرانيستلو غور کوي ـ  بلومبرګ

دا مهال په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو سفارتونه نشته؛ خو د اروپايي ټولنې پلاوى په کابل کې مېشت دى.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۳

بلومبرګ خبري سرچینې د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د ایټالیا په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي.

دې خبري سرچینې زیاته کړې: یو شمېر اروپایي هېوادونه غواړي؛ د طالبانو (اسلامی امارت) د واک له ترلاسه کولو درې کاله وروسته په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستې، چې د طالبانو (اسلامی امارت) پر رسمیت پیژندلو معنا لري؛ ارزونه پیل کړې ده.

د دې خبري سرچینې د خبر له مخې: د ايټاليا بهرنيو چارو وزير انټونيو تاجاني په واشنګټن کې د ناټو د غونډې پر مهال تائيد کړې؛ د دې هېواد سفير، چې اوسمهال له قطره کار کوي څه وخت مخکې یې له افغانستان څخه ليدنه کړې ده.

هغه ویلي: مونږ پر دې موضوع کار کوو او سفیر مو یو ماموریت هم پیل کړی دی.

انټونیو تاجاني دا هم ویلي؛ په افغانستان کې د بشري حقونو ستونزې شته، چې پر وینا یې ډېرې پېچلې دي او حل یې وخت نیسي.

اسپانیا هم هغه هېواد دی، چې غواړي افغانستان ته د خپل سفیر د استولو په اړه ارزونه وکړي.

د اسپانیا بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل آلبارس هم په دې اړه اعلان کړی، چې ډېر ژر به د امنیتي شرایطو له برابرېدو سره؛ خپل سفیر بېرته واستوم.

هغه ویلي: اسپانیا یوه میاشت مخکې افغانستان ته د خپل سفیر د استولو چمتووالی ښودلی و، خو وروسته له هغه یې دا کار وځنډاوه، چې داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید وکړ.

آلبارس زیاته کړې، چې له دې برید پر مهال د اسپانیا سفیر پر څو ورځني سفر کابل ته تلی و.

دا مهال په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو سفارتونه نشته؛ خو د اروپايي ټولنې پلاوى په کابل کې مېشت دى.

د امریکا په ګډون ډېري دا هېوادونه د افغانستان لپاره خپل ډیپلوماټیک ماموریتونه له دوحې څخه څاري.

له جي – ۷ هېوادونو څخه یوازې جاپان په کابل کې فعال سفارت لري.

بلومبرګ په خپل راپور کې ليکلي، چې د اروپايي ټولنې يوه وياند کابل ته د خپلو غړیو د احتمالي ستنېدا په اړه له څه ويلو ډډه وکړه؛ خو څرګندوي، چې غړي هېوادونه د دې پرېکړې ځانګړی حق لري.

 

اړوند خبرونه:

افغانستان چا ته د سفارت پرانستلو زارۍ نه‌کوي – ذبیح الله مجاهد

د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې وکړې

Trending

Exit mobile version