تازه خبرونه

ټاکل شوې امریکایي پوځیان له درې پوځي اډو او یوه هوایي ډګر ووځي – سرچینې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۰)

ټاکل شوې تر ۱۵ ورځو د هلمند د شورابک ولسوالۍ له باسشن، د کابل د اګریز او د میدان وردګ د کوپ له اډو بهرني ځواکونه ووځي او دا مرکزونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په افغان پوځ کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې ټاکل شوې امریکایي پوځیان له درې پوځي اډو او یوه هوایي ډګره ووځي او مسوولیت یې افغان ځواکونو ته وسپاري.  

د مالوماتو له مخې، په هلمند کې د شوراب باسشن ولډرینګ پوځي اډه شل کاله د امریکایي ځواکونو په واک کې وه، چې یو سل و اته نور پوځي کڼدکونه یې اداره کول. دا رنګه د کندهار نړیوال هوایي ډګر، چې د افغانستان یو مهم هوایي ډګر دی د امریکایي ځواکونو لخوا ډېر وکارول شو، همدا راز په کابل کې د اګرز کمپ، چې په کابل کې د امریکا یوه مجهزه اډه وه. په همدې اډه کې د امریکا د استخباراتو سي آی اې مرکز هم شته او په میدان وردګ کې د چک د کوپ پوځي اډه، چې دشت توپ دښته کې ده له ۲۰۰۴ کال راپدیخوا فعال و او ټاکل شوې له دې ځایونو امریکایي پوځیان ووځي.

یوه امنیتي سرچینه وایي، چې د دې اډو د سپارلو بهیر به د درې امنیتي بنسټونو د ۱۰ کمېټو په ګډ کمیسیون کې د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ پلی شي. 

د امریکا مشرانو جرګې ویلي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته تر دا مهاله لس پوځي اډې امریکایي ځواکونو خوشې کړي دي او ټاکل شوې، چې د همدې بهیر په لړ کې څلور نورې پوځي اډې په پېنځلس ورځو کې تخلیه شي.

Trending

Exit mobile version