نړۍ
ټرمپ اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې وځنډولې
د امریکا له پوځي صنعت سره د موجوده قراردادونو لغوه کول به د وسلو د تولید شرکتونو ته، چې د امریکا د حکومت پر غوښتنه یې د تولید پروسه پیل کړې؛ تاوان یا جریمه ورکړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د امریکا دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط څرګنده کړې؛ ټرمپ اوکراین ته ټولې پوځي مرستې تر هغې وځنډولې، چې مشران یې سولې ته خپله ژمنتیا ډاډمنه نکړي.
د دغو راپورونو له مخې د امریکا د پوځي تجهیزاتو لېږد، چې اوکراین ته تر دې دمه رسېدلي ندي؛ یا د الوتکو او کښتۍ له لارې روانې دي او یا په پولنډ کې د ورتګ پر تمه دي؛ سمدلاسه به ودرول شي.
په راپورونو کې راغلي؛ ټرمپ دفاع وزیر پیټ هګسټ ته امر کړی، چې د وسلو ځنډول پلي کړي.
د بلومبرګ د څرګندونو له مخې؛ له اوکراین سره د پوځي مرستو د بندولو امر د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې د ولادمیر زیلینسکي او ټرمپ له ناندرو څو ورځې وروسته صادر شوی، چې د اوکراین پر ولسمشر د فشار ښکارندویي کوي.
دې فشار د اوکراین د دوامداره ملاتړ په اړه شکونه راپارولي او د اوکراین اروپایي متحدین یې هم حیران کړي دي.
ټرمپ د هغې جګړې د پای ته رسولو لپاره د چټکې هوکړې په لټه کې دی، چې درې کاله مخکې د روسیې لخوا پر اوکراین له یرغل سره پیل شوې ده. هغه وخت، چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي له ټرمپ سره د یوې غونډې پر مهال له روسیې سره د تړون لپاره د امنیتي ډاډ غوښتنه وکړه؛ نو ټرمپ په غصه کې ورته وویل، چې کله د سولې لپاره چمتو شې بیا بېرته راشه!
دې کړکېچ د اوکراین اروپايي متحدین دې ته وهڅول، چې اوکراین ته د وسلو د ورکولو پلانونه جوړ کړي او همدارنګه که کومه هوکړه وشي؛ نو سوله ساتي ځواکونه به هم ورواستوي.
د بلومبرګ د څرګندونوله مخې؛ اروپا ډېرې هغه وسلې او پوځي وړتیاوې نلري، چې امریکا یې چمتو کوي. اروپايي پوځي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د وسلو زیرمې به یې یوازې تر دوبي پورې دوام وکړي.
د ټرمپ د امر له کبله د اغېزمنو مرستو دقیقه اندازه تر اوسه معلومه نده؛ خو کله، چې ټرمپ واک ته ورسېد اوکراین ته د ۳.۸۵ میلیارډ ډالرو منظور شوې مرستې له ځنډ سره مخ شوې؛ ځکه، چې امریکا خپله بیارغونې ته اړتیا لري.
د دې راپور له مخې؛ د ټرمپ امر له اوکراین سره هغه مرستې هم بندې کړي، چې لیږل کېدې. په دې مرستو کې د مهمو مهماتو، سلګونه څو راکټي سیسټمونو، د ټانک ضد وسلو او نورو تجهیزاتو رسول شامل دي.
د امریکا له پوځي صنعت سره د موجوده قراردادونو لغوه کول به د وسلو د تولید شرکتونو ته، چې د امریکا د حکومت پر غوښتنه یې د تولید پروسه پیل کړې؛ تاوان یا جریمه ورکړي.
د سپینې ماڼۍ د مشرانو په غونډه کې د تاوتریخوالي له پیلیدو مخکې؛ امریکا او اوکراین د یو داسې تړون لاسلیک ته چمتو ول او امریکا ته یې اجازه ورکوله، چې نه یوازې د جګړه ځپلي هېواد له طبیعي سرچینو څخه د راتلونکو عایداتو لویې برخې ته د اوکراین لاسرسی ډاډمنولو، بلکې مرستې به هم ورسره روانې پاتې شوې وې.
د بلومبرګ د څرګندونو له مخې، داسې ښکاري، چې دا تړون د ټرمپ او زیلینسکي د جمعې د ورځې له غونډې وروسته له منځه تللی وي.
د دوشنبې پر ماښام د بلومبرګ له راپور څخه څو ساعته مخکې ټرمپ په یوه خبري غونډې کې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې هغه به له ولسمشر زیلینسکي سره د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره څه تمه ولري وویل: “زه فکر کوم، چې هغه باید ډېر منندوی وي؛ ځکه، چې دا هېواد د جګړې په اوږدو کې د دوی تر څنګ و او مونږ د اروپا پر پرتله له دوی سره ډېره مرسته کړې.”
ټرمپ د زیلینسکي د هغو څرګندونو په ځواب کې، چې جګړه به اوږده وي ویلي: “غوره به وي، چې پدې اړه یې تېروتنه کړې وي.”
هغه له اوکراین سره د مرستو د دوام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: “هغه تر اوسه له اوکراین سره د پوځي مرستو د ځنډولو په اړه څه ندي ویلي.”
