نړۍ
ټرمپ ایران ته د سختو بریدونو ګواښ وکړ – د سپینې مانۍ ویانده
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ټرمپ په خپلو پرېکړو کې جدي دی او خبرداری یې ورکړ، چې تهران باید بیا په خپلو محاسبو کې تېروتنه ونهکړي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی؛ که ایران خپلې «نظامي ماتې» ونهمني، نو پر دغه هېواد به نور سخت بریدونه وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ټرمپ په خپلو پرېکړو کې جدي دی او خبرداری یې ورکړ، چې تهران باید بیا په خپلو محاسبو کې تېروتنه ونهکړي.
هغې زیاته کړې: «که ایران د اوسني وضعیت حقیقت ونهمني، چې له نظامي پلوه مات شوی؛ ولسمشر ټرمپ به ډاډ ورکړي، چې دا هېواد به له نورو سختو بریدونو سره مخ شي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو ګډه جګړه څلورمې اوونۍ ته دننه شوې او ورسره هممهاله ځینو حکومتونو لکه پاکستان، ترکیې او مصر د منځګړیتوب او د تاوتریخوالي د کمولو هڅې پیل کړې دي.
دغه راز یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې د امریکا وړاندیز اوس هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران تر ارزونې لاندې دی. که څه هم د ایران لومړنی ځواب منفي و؛ خو دغه هېواد اوس هم دا طرحه په بشپړ ډول نهده رد کړې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې دا ټینګار هم کړ، چې له ایران سره خبرې اوس هم روانې دي او دا یې «رغوونکې» وبللې؛ خو هغې هغه راپورونه، چې د جګړې د پای لپاره د امریکا د ۱۵ مادهاییزې طرحې په اړه خپاره شوي دقیق ونه بلل.
د جګړې د احتمالي پای ته رسېدا د راپورونو له خپرېدا وروسته د نړۍ د ونډو بازارونه یو څه ښه شول او د تېلو بیې هم راکمې شوې، ځکه پانګهوال هیله لري؛ دې جګړې، چې د نړۍ د انرژۍ عرضه ګډوډه کړې او د انفلاسیون په اړه اندېښنې یې زیاتې کړي باید پای ته ورسېږي.