نړۍ

ټرمپ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کړي

په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وځي او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA آنروا ) ته خپلې مرستې بندوي، چې ورسره به د ډونالډ ټرمپ د پخواني حکومت پالیسۍ بیا راژوندۍ شي.

په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.

امریکا له کلونو راپدېخوا د بشري حقونو شورا تورنه کړې، چې نه یوازې د اسرائیلو ملاتړ کوي، بلکې د هغو حکومتونو ملاتړ ته هم وردانګي، چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

دا کار له هغې وروسته تر سره کیږي، چې د بایډن حکومت د ملګرو ملتونو د منځني ختیځ د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ته له تمویل کمولو وروسته، چې ځینې کارمندان یې د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل ول؛ ودروي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د اجرائیوي فرمان لاسلیک تر سې‌شنبې پورې ځنډول شوی دی.

له دې مخکې د ټرمپ حکومت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) چې په بهر کې یې د بشري حقونو ملاتړ هم کاوه. د دې اندېښنو په اړه، چې آیا دا د ټرمپ له “امریکا لومړی” پالیسۍ سره مطابقت لري؛ غور کوي او دا، چې پیسې یې څنګه لګول کیږي تر پوښتنې لاندې نیولې ده.

( آنروا ) د غزې خلکو ته د مرستې رسولو اصلي اداره ده، چې د اوکټوبر د اوومې له برید وروسته په سیمه کې د اسرائیلو د برید له کبله رامنځته شوي؛ بشري ناورین ته د لاسرسي لپاره فعالیت کوي. ملګرو ملتونو په تېر اوړی کې څو کارکوونکي له هغې وروسته له دندې ګوښه کړل، چې یوې داخلي څېړنې پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل وګنل.

د ملګرو ملتونو ویاند سمدلاسه په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې د بشري حقونو شورا “خپل هدف ندی ترلاسه کړی او د هغو هېوادونو لپاره د ساتونکي په توګه کارول کیږي، چې له بشري حقونو وحشتناکه سرغړونې کوي” او د اسرائیلو پر وړاندې یې دریځ هم وغانده.

امریکا د UNRWA ترټولو لوی مرسته کوونکی و، چې په کال کې یې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالر ورکول؛ خو د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۴ په جنوري کې دا تمویل ودراوه. هغه وخت، چې اسرائیلو د UNRWA شاوخوا ۱۲ کارمندان د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې پر ګډون تورن کړل؛ په غزه کې جګړه رامنځته شوه.

Trending

Exit mobile version