سیمه ییز خبرونه
ټرمپ د اسرائیلو لخوا د خامنهیی له ترور سره مخالفت وکړ
له دې سرچینو څخه د یوې د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی د اسرائیلو دا ذرحه پر ایران له پراخو بریدونو وروسته او د تهران د اټومي پروګرام د بندولو په هڅه کې وړاندیز کړې وه؛ خو لوړ پوړو امریکایي چارواکو دا طرحه رد کړې او وایي: ” تر هغې، چې ایران یو امریکایي نهوي وژلی؛ مونږ ان د هغه هېواد د سیاسي مشرتابه د پر نښه کولو په اړه خبرې نهکوو.”
رویټرز خبري سرچینې د دوه امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د رهبر علي خامنهیی د وژلو له پلان سره مخالفت کړی او هغه یې ویټو کړی دی.
له دې سرچینو څخه د یوې د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی د اسرائیلو دا ذرحه پر ایران له پراخو بریدونو وروسته او د تهران د اټومي پروګرام د بندولو په هڅه کې وړاندیز کړې وه؛ خو لوړ پوړو امریکایي چارواکو دا طرحه رد کړې او وایي: ” تر هغې، چې ایران یو امریکایي نهوي وژلی؛ مونږ ان د هغه هېواد د سیاسي مشرتابه د پر نښه کولو په اړه خبرې نهکوو.”
سرچینو دا هم تائید کړې، چې له وروستیو بریدونو وروسته د اسرائیلو او امریکایي چارواکو ترمنځ پراخې اړیکې ټینګې شوي او اسرائیل ادعا کړې، چې د ایران د رهبر د وژلو فرصت لري؛ خو ټرمپ یې مخالفت وکړ.
رویټرز لیکلي؛ دا روښانه نده، چې آیا دا مخالفت مستقیماً ټرمپ کړی که د هغه د لوړ پوړو سلاکارانو له لارې رسېدلی دی.
د دې راپور په غبرګون کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو فاکس نیوز ته ویلي: “د هغو خبرو اترو په اړه ډېر ناسم راپورونه شته، چې هیڅکله نهدي شوي. زه به په دې بحثونو کې برخه وانخلم.”
دا راپور په داسې حال کې خپریږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ ټاکل شوې وه، چې په عمان کې اټومي خبرې اترې ترسره شي؛ خو د تاوتریخوالي او وروستیو اسرائیلي بریدونو له کبله لغوه شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د اسرائیلو له بریدونو مخکې ټرمپ ویلي وه، چې هغه د اسرائیلي بریدونو له ټولو جزیاتو خبر دی.
