نړۍ
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه
له جو بایډن څخه د سپینېماڼۍ د واک له ترلاسه کولو وروسته، ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره کانګرس ته ولاړ. دا مراسم په واشنګټن کې د سړې هوا له کبله د کانګرس دننه ترسره شول. په دې مراسمو کې د ایلان ماسک ته ورته نومیالیو شخصیتونو، د امریکا د یو شمېر پخوانیو ولسمشرانو او د دوی میرمنو او همدارنګه د کانګرس مشرانو په کې ګډون کړی و.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې لومړۍ) د امریکا په کانګرس کې د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.
له جو بایډن څخه د سپینېماڼۍ د واک له ترلاسه کولو وروسته، ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره کانګرس ته ولاړ. دا مراسم په واشنګټن کې د سړې هوا له کبله د کانګرس دننه ترسره شول. په دې مراسمو کې د ایلان ماسک ته ورته نومیالیو شخصیتونو، د امریکا د یو شمېر پخوانیو ولسمشرانو او د دوی میرمنو او همدارنګه د کانګرس مشرانو په کې ګډون کړی و.
د امریکا په کانګرس کې د ټرمپ د لوړې مراسمو د ترسره کولو د پرېکړې دلیل “سړه هوا” بلل شوې ده. یو ځل مخکې هم په ۱۹۸۵ ز. کال کې د ولسمشر د لوړې مراسم همدلته ترسره شوي وه. دا مراسم هر وخت په سر خلاصي ځای کې ترسره کیږي.
ډونالډ ټرمپ په رسمي بڼه د لوړې له ترسره کولو سره خپله ولسمشري او پرانیستونکې وینا داسې پیل کړه: “د امریکا طلايي دوره له همدې شېبې پیل کیږي. له دې شېبې څخه به زمونږ هېواد وده وکړي او د درناوي وړ بشي. زه به امریکا په هرڅه کې له لومړیتوب برخمنه کړم.”
دغه راز د ټرمپ مرستیال جي. ډي. ونس هم په لوړه کې ویلي: “زه، جیمز ډیویډ ونس قسم خورم، چې د ټولو بهرنیو او کورنیو دښمنانو پر وړاندې د امریکا له اساسي قانون ملاتړ او دفاع وکړم او رښتینی باور او وفاداري به یې وساتم. زه دغه ژمنه آزادانه او له کوم ذهني شرط یا د تېښتې له هدف پرته دا قسم منم او هغې دندې ته، چې غواړم ورسم؛ ښه او له وفادارۍ ډکه ترسره کړم، نو الله پاک دې را سره مرسته وکړي.”
ټرمپ د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن مرستیالې کامالا هریس ته ماتې ورکړه؛ د هغه راستنېدا د ولسمشر په توګه د هغه دوهیم پېر د کورنیو او نړیوالو پالیسیو د بیارغونې ژمنه ګڼل کیږي.