Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ټرمپ د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند له پیل خبر ورکړ

ټرمپ د دوشنبې پر ماښام په ټروت سوشیل کې ولیکل: “ټولو ته مبارکي! لکه څنګه، چې اسرائیل او ایران په بشپړه توګه هوکړه کړې؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بشپړ اوربند (شاوخوا ۶ ساعتونو کې) رامنځته او په جګړه کې به بشپړ کمښت رامنځته شي.”

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت پاڼه کې لیکلي، چې “د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند” به په راتلونکو څو ساعتونو کې پیل شي.

ټرمپ د دوشنبې پر ماښام په ټروت سوشیل کې ولیکل: “ټولو ته مبارکي! لکه څنګه، چې اسرائیل او ایران په بشپړه توګه هوکړه کړې؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بشپړ اوربند (شاوخوا ۶ ساعتونو کې) رامنځته او په جګړه کې به بشپړ کمښت رامنځته شي.”

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې له هغې وروسته دواړه خواوې به د هغه پر ​​وینا، په “شپږو ساعتونو کې” د بریدونو له کمولو سره د اوربند پر لور حرکت وکړي. د ایران او اسرائیل ترمنځ به بشپړ اوربند “۱۲ ساعتونو” کې رامنځته شي او جګړه به “پای ته ورسیږي.”

د امریکا د ولسمشر د څرګندونو له مخې؛ “ایران به پر رسمي بڼه اوربند پیل او اسرائیل به په ۱۲ ساعتونو کې اوربند پیل کړي او په پای کې( په ۲۴ ساعتونو کې) به د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ شخړه به پای ته ورسیږي. “د اوربند د هرې کړکۍ په جریان کې بل اړخ به سوله‌ییز چلند وکړي. که هر څه د پلان سره سم ترسره شي. لکه څنګه، چې باید وي، زه غواړم دواړو خواوو؛ اسرائیل او ایران ته د دوی د زغم مبارکي ووایم.”

سیمه ییز خبرونه

روسیې او چین د اوکراین د جګړې او له امریکا سره د اړیکو په اړه خبرې وکړې

رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي سره ولیدل.

Published

on

د روسیې او چین بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې پر ورځ له امریکا سره د خپلو اړیکو او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو پر امکاناتو خبرې کړې دي.
 

رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ په بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي سره ولیدل.

لاوروف به په چین کې د شانګهای همکاریو ټولنې (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: “دواړو خواوو له امریکا سره د اړیکو او د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د امکاناتو په اړه هم بحث وکړ.”

دې وزارت ویلي: “په نړیوال ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې همغږۍ په ګډون د ملګرو ملتونو او د هغې د امنیت شورا، SCO، BRICS، G20 او APEC د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وشو.”

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي: “د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې اړیکه “د یو بل پراختیا او بیا ژوندي کول او په ګډه د یوې ګډوډې او بدلیدونکې نړۍ لخوا رامنځته شویو ننګونو ته ځواب ووایي.”

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوو د کوریا ټاپووزمې او د ایران د اټومي مسلې په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

چین او روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پوتین بیجینګ ته سفر وکړ او څو ورځې مخکې له دې، چې هغه اوکراین ته لسګونه زره سرتېري واستول “بې محدودیته” ملګرتیا اعلان کړه.

په دې راپور کې راغلي؛ پوتین کله نا کله چین د “متحد” په توګه ستایلی دی.

امریکا، چین خپل ترټولو لوی سیال او روسیه ترټولو لوی ملي ګواښ ګڼي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

عراقچي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ پېنځلسمه) د بریکس سرمشریزې په څنډه کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ لاوروف تېره میاشت پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونو د غندلو په ګډون “د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې د اټومي تاسیساتو بمبارډ” او د ډیپلوماسۍ له لارې د اټومي مسلو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: “مسکو د روسیې د ولسمشر لخوا د پخوانیو نوښتونو په ګډون د دوه اړخیزو منلو وړ حلونو په موندلو کې د مرستې لپاره خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.”

عراقچي د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې هم مسکو ته سفر کړی و.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

خامنه د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په عامو مراسمو کې ښکاره شو

د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنه‌یي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړ: د دولتي ټلویزیون لخوا د خپرې شوې ویډیو له مخې؛ د ایران رهبر آیت الله علي خامنه‌یي د شنبې پر ورځ د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، چې په کې لوړ پوړي ایراني قومندانان او اټومي ساینس پوهان ووژل شول؛ په یوه مذهبي غونډه کې ګډون وکړ.

د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنه‌یي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.

د ښکاره امنیتي دلایلو له مخې؛ خامنه‌يي د جون پر دیارلسمه د جګړې پر مهال مخکې له مخکې ثبت شوي پیغامونه خپاره کړي وه او له عامه څرګندېدو څخه یې ډډه کړې وه.

په دې راپور کې راغلي؛ د جون پر شپږویشتمه د دولتي ټلویزیون په مخکې له مخکې ثبت شويو څرګندونو کې خامنه‌یي ژمنه کړې، چې ایران به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنو سره – سره تسلیم نشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!