سیمه ییز خبرونه
ټرمپ د سولې په اړه په خبرو کې دروغ وایي- د ایران رهبر
خامنهیی ويلي: ” امریکا له خپل ځواک څخه ناوړه کار اخلي او غواړيو چې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته د غزې پر ماشومانو د غورځولو لپاره لس ټنه بمونه ورکړي.”
د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر آیت الله علي خامنهیی د شنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دروغو تورن کړ او وایي: ټرمپ فارس خلیج ته د خپل سفر پر مهال، چې کله د سولې په اړه خبرې وکړې؛ حقیقت یې پټ کړ.
خامنهیی ويلي: ” امریکا له خپل ځواک څخه ناوړه کار اخلي او غواړيو چې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته د غزې پر ماشومانو د غورځولو لپاره لس ټنه بمونه ورکړي.”
ټرمپ د جمعې پر ورځ له متحده عربي اماراتو څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې ایران باید د خپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا وړاندیز ته ژر تر ژره ځواب ووایی پرته له دې به ” بد څه پېښ شي.”
خامنهیی یې په غبرګون کې وويل، “دا څرګندونې حتا د ځواب ورکولو ارزښت نلري.
هغه زیاته کړه: “دا خبرې ویناوال او د امریکا خلکو ته سپکاوی دی.”
هغه دا هم ویلي: ” له شک پرته، په دې سیمه کې د فساد، جګړې او شخړو سرچینه صهیونیسټ رژیم دی؛ یو خطرناک او وژونکی سرطاني تومور، چې باید بېخ یې ووځي او له منځه به یوړل شي.”
د شنبې پر ورځ مخکې له دې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم وویل، چې ټرمپ د سولې په اړه خبرې کوي؛ خو په ورته وخت کې ګواښونه هم کوي.
پیزیکیان په تهران کې د سمندري ځواکونو په مراسمو کې وویل: ” مونږ کومه یوه ومنو؟ له یوې خوا دا د سولې په اړه خبرې کوي او له بلې خوا پر پرمختللو وسیلو د ډلهییزې وژنې ګواښ کوي.”
هغه زیاته کړې، چې تهران به د ایران او امریکا اټومي خبرې اترې روانې ساتي؛ خو له ګواښونو نه وېرېږي. “مونږ د جګړې په لټه کې نهیوو.”
عراقچي د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د واشنګټن د دریځونو دوامداره بدلون به د اټومي خبرو اترو پروسه وغځوي. د ایران دولتي ټلویزیون د نوموړي د څرګندونو له مخې ویلي: “دا په بشپړه توګه د منلو وړ نده، چې امریکا هر ځل د خبرو اترو د اوږدولو لپاره نوی چوکاټ رامنځته کوي.”
پزشکیان وایي: “ایران به له خپلو مشروع حقونو څخه په شا نشي؛ ځکه، چې مونږ د زور او ګواښ پر وړاندې سر نه ټیټوو او وايي، چې مونږ په سیمه کې د بې ثباتۍ سرچینه یوو.”
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو څلورم پړاو تېره یکشنبه په عمان کې پای ته ورسېد؛ خو تر اوسه د خبرو اترو د نوي پړاو نېټه اعلان شوې نده.
