نړۍ

ټرمپ د هرمز تنګي د پرانیستلو او د جګړو د پای ته رسولو وړاندیز رد کړ

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ ایران دغه وړاندیز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مطرح کړی او څرګندوي، چې وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکايي لوري ته رسول شوی دی.

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او په منځني ختیځ کې د جګړو د پای ته رسولو په اړه یې د ایران وړاندیز رد کړی دی.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ ایران دغه وړاندیز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مطرح کړی او څرګندوي، چې وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکايي لوري ته رسول شوی دی.

د ایران د وړاندیز له مخې، د هرمز سټراټیژیک تنګی به په اووه ورځو کې بېرته پرانیستل شي او په سیمه کې به جګړې ودرول شي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي:« زه د هغوی وړاندیز ردوم، ما د هغوی هوکړه رد کړې ده.»

هغه ادعا کړې، چې ایران د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو لپاره د هوکړې هڅه کوي؛ ځکه، چې د ده د څرګندونو له مخې، ایران له دغه تنګي څخه د عوایدو د کمېدو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د راپور له مخې؛ امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي، چې پر تهران فشار راوړي او د هرمز تنګي خپل بندیز پای ته ورسوي. د تنګي له بندېدو سره د دې مهمې بحري لارې څخه د بېړیو د تګ راتګ په کچه کې د پام وړکمی راغلی دی.

وال‌سټریټ ژورنال هم مخکې راپور ورکړی و؛ ټرمپ د ایران وړاندیز رد کړی او د امریکا یو شمېر چارواکو ویلي، چې نوموړی په دې اړه شکمن دی، چې ایران به د امریکا غوښتنې ومني.

د امریکا یوه چارواکي له دې مخکې ویلي وه، چې د منځګړو له لارې له ایران سره خبرې« مثبتې او رغنده» وې.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې پر ورځ په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته ویلي؛ که امریکا د هوکړې او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره جدي چمتووالی ولري، د دې کار لپاره ټول شرایط برابر دي.

عراقچي زیاته کړې، که امریکا هوکړه وکړي؛ ښکېل لوري کولی شي د دواړو خواوو پر منل شویو موضوعاتو پراخې خبرې پیل کړي، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې هم په کې شاملېدی شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، چې تهران د خپل اټومي پروګرام او نورو موضوعاتو په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو« زور او فشار» نه مني.

پزشکیان ټینګار کړی، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی؛ خو د فشارونو، ګواښونو او بریدونو پر وړاندې به له ځان څخه دفاع وکړي.

رویټرز څرګنده کړې؛ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماسۍ پخوانۍ هڅې هم بریالۍ شوې نه‌دي. د راپور له مخې، جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې او له هغې راپدېخوا د جګړو د درېدلو او بیا پیل ترمنځ روانه ده.

د راپور له مخې، په دې موده کې زرګونه کسان وژل شوي؛ د ایران دودیز پوځي ځواکونه کمزوري شوي او د دغه هېواد له مخکې کمزوری اقتصاد هم زیانمن شوی دی.

ایران او د هغه متحدینو هم د سیمې په بېلابېلو برخو کې بریدونه کړي دي. ایران په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر متحدینو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي او په یمن کې یې حوثي متحدینو د سعودي عربستان پر ګټو بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version