تازه خبرونه
ټرمپ له افغانستان سره د خپلو مرستو د بندولو غوښتنه وکړه
ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د امریکا مرستې به د امریکا د ملګرو لپاره وي؛ نه د دښمنانو لپاره.
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په افغانستان او یمن کې د پاتې مرستو د بندولو په اړه غور کوي. د دې مرستو ډېره برخه د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ورکول کېږي.
ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د امریکا مرستې به د امریکا د ملګرو لپاره وي؛ نه د دښمنانو لپاره.
د مرستو د ځنډولو په دې بهیر کې ۱۴ هېوادونه شامل دي.
ډونالډ ټرمپ وایي: ” مونږ ډېرو له هېوادونو سره مرسته کړې ده؛ تاسې ممکن باور ونکړئ، چې مونږ افغانستان ته ډېرې پیسې ورکړې دي. البته دا د بایډن په مشرۍ کې ترسره شوې دي.
هغه نه یوازې له افغانستان څخه پر وتلو ځان وشرماوه، بلکې طالبانو ته یې په میلیارډونو ډالر هم ورکړل. دا ځل مونږ د خپلو ملګرو ښه پاملرنه کوو؛ خو د خپلو دښمنانو نه.”
رویټرز د راپور له مخې؛ د مرستو د بندولو په پرېکړه کې د نړیوالو ادارو لکه د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ګډون څو نادولتي بنسټونه هم شامل دي.
د اقتصاد وزارت بیا وايي، چې د اسلامي امارت اقتصادي بنسټونه پر کورنیو ظرفیتونو تکیه لري.
اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري که څه هم د نړیوالې ټولنې بشري مرستې د افغانستان لپاره مهمې ګڼي؛ خو وايي، چې اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کورنیو او ملي ظرفیتونو پر کارولو اقتصادي ستونزې حل کړي.
ملګري ملتونو غواړي، چې افغانستان ته نړیوالې بشري مرستې دوام ورکړي.
د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته د نړیوالو مرستو بندول په دې هېواد کې وضعیت د قحطۍ او لوږې پر لور روان کړي. یوناما له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له امریکا غوښتي، چې له افغانستان سره حیاتي ملاتړ روان وساتي.