نړۍ
ټرمپ پر کولمبیا بندیزونه ولګول
کیڼ اړخی ولسمشر ګوستاو پټرو لومړی د امریکا پر توکو ۵۰ سلنه د تعرفې لوړولو ګواښ وکړ او وروسته یې په ایکس پاڼه کې هغه د سوداګرۍ وزیر ته لارښوونه وکړه، چې د امریکا پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه لوړوي.
رویټرز راپور ورکړ، چې امریکا او کولمبیا د یکشنبې پر ورځ د سوداګرۍ جګړې ته ورننوتل؛ ځکه ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرې تعرفه لوړه او بندیزونه ولګول، چې د هغه د مهاجرینو د مخنیوي د یوې برخې په توګه د شړل شویو مهاجرینو د لېږدولو لپاره د پوځي الوتکو د بېرته وراګرځولو لپاره سزا ورکړې ده.
کولمبیا، چې په لاتینه امریکا کې د امریکا درېیم لوی سوداګریز ملګری دی؛ پر چټکۍ ځواب ورکړ.
کیڼ اړخی ولسمشر ګوستاو پټرو لومړی د امریکا پر توکو ۵۰ سلنه د تعرفې لوړولو ګواښ وکړ او وروسته یې په ایکس پاڼه کې هغه د سوداګرۍ وزیر ته لارښوونه وکړه، چې د امریکا پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه لوړوي.
کولمبیا د لاتیني امریکا دوهی هېواد دی، چې د امریکا نظامي الوتنې یې رد کړې.
د ټرمپ دې هېواد ته خپله اراده وښودله.
ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه کې ولیکل، چې د الوتنو له منلو څخه د پټرو انکار د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخ کړ.
په غچ اخیستونکو اقداماتو کې یې پر ټولو کولمبیايي توکو، چې امریکا ته راځي ۲۵ سلنه تعرفې ولګوله او بیا به په یوه اوونۍ کې ۵۰ سلنې ته لوړ شي. د کولمبیا د حکومتي چارواکو پر سفر بندیز ولګول شو او د ویزې بهیر هم لغوه شو او د بېړني خزانې، بانکدارۍ او مالي بندیزونه هم پرې ولګېدل.
ټرمپ ویلي، چې هغه به د کولمبیا د وګړو او کارګو د سرحدي تفتیشونو د زیاتولو لارښوونه هم وکړي.
هغه دا هم لیکلي: “دا اقدامات یوازې پیل دي. مونږ به د کولمبیا حکومت ته اجازه ورنکړو، چې د هغو مجرمینو د منلو او بېرته راستنېدو په اړه له خپل قانوني مکلفیتونو سرغړونه وکړي، چې دوی یې امریکا ته اړولي دي!”
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پټرو د دې الوتنو اجازه ورکړې وه؛ مګر بیا یې هغه وخت خپله اجازه لغوه کړه کله، چې الوتکې په هوا کې وې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې امریکا د بوګوټا په سفارت کې د ویزې پروسس کول ځنډولي دي.
ټرمپ غیرقانوني مهاجرت یو ملي بېړنی حالت اعلان کړ او د تېرې دوشنبې پر ورځ د واک له اخیستو راپدېخوا یې پراخه کړنې پلي کړې. هغه د امریکا اردو ته لارښوونه وکړه، چې له سرحدي امنیت سره مرسته وکړه، د پناه غوښتنې په اړه پراخه بندیز صادر کړ او د امریکا په خاوره کې یې زېږیدلو ماشومانو ته د تابعیت محدودولو لپاره ګامونه پورته کړل.
د کولمبیا پټرو د یکشنبې پر ورځ دا عمل وغندلو، وړاندیز یې وکړ، چې دا له مهاجرینو سره د مجرمینو په څیر چلند کوي. پټرو په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې کولمبیا به په ملکي الوتکو کې کور ته د شړل شويو مهاجرین هرکلی وکړي.
هغه د کولمبیا د وګړو “باعزته راستنېدو” اسانتیا لپاره خپله د ولسمشرۍ د الوتکې د لېږلو وړاندیز هم کړ.
پټرو ویلي؛ که څه هم په کولمبیا کې ۱۵ زره ۶۶۰ امریکایان د قانوني کډوالۍ له حیثیت پرته ژوند کوي. هغه به هیڅکله امریکا ته د لاس تړلو امریکایانو د ستنولو لپاره برید ونکړي.
هغه ولیکل “مونږ د نازیانو مخالف یوو.
دا په داسې حال کې ده، چې مکسیکو هم تېره اوونۍ په نظامي الوتکه کې د مهاجرینو د کښته کیدو غوښتنه رد کړه.
رویټرز راپور ورکړی، چې ټرمپ د مکسیکو پر وړاندې ورته اقدام ندی کړی، چې د امریکا ترټولو لوی سوداګریز شریک دی؛ خو ویلي یې دي، چې هغه به د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له کاناډا او مکسیکو څخه پر وارداتو د ۲۵ سلنې تعرفو لګولو په اړه فکر وکړي، د غیرقانوني مهاجرینو او فینتانیل پر وړاندې نور اقدامات وکړي.
کولمبیا د امریکا د سوداګریزو شریکانو تر منځ یوازې درویشتم ځای لري. دا پدې معنا ده، چې دا ممکن ډېر څه له لاسه ورکړي.