Connect with us

نړۍ

ټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوه‌یم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر شپه د کانګرس ګډې غونډې ته خپله کلنۍ وینا، چې شاوخوا ۱ ساعت او ۵۰ دقیقې روانه وه؛ د امریکا په تاریخ کې له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د بل کلنټن د اوږدې وینا ریکارډ مات او خپله ولسمشري یې له سره تعریف کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوه‌یم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.

دا وینا په کانګرس کې تر ټولو اوږده ثبت شوې ولسمشریزه وینا ګڼل کېږي؛ ټرمپ خپله د تېر کال د ۱۰۰ دقیقو وینا هم ماته کړه. په ۲۰۰۰ ږ.کال کې تر ټولو اوږده وینا پخواني ولسمشر بل کلنټن ثبت کړې وه، چې ۸۹ دقیقې وه او په ۱۹۹۵ کال کې یې ۸۵ دقیقې وینا کړې وه.

په ټوله کې دا وینا پر اقتصاد راوڅرخېده، چې ټرمپ په کې د خپلې سوداګرۍ او تعرفې پالیسیو دفاع وکړه.

ټرمپ ادعا کړې، چې هغه په سپینه ماڼۍ کې د خپل لومړي کال په اوږدو کې “تاریخي بدلون” رامنځته کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي:  « زمونږ ملت بېرته راغلی دی؛ لوی، غوره، بډایه او تر بل هر وخت پیاوړی… مونږ په امریکا کې یو طلايي پېر ته دننه کیږو. په راتلونکي کې فابریکې، دندې، پانګونې او ټریلیونونه ډالر به په امریکا کې کښته پورته شي؛ ځکه مونږ یو داسې ولسمشر لرو، چې امریکا ته لومړیتوب ورکوي.”

ډونالډ ټرمپ د خپلې وینا یوه برخه د ایران اړوند بدلونونو ته ځانګړې کړه او داسې ټینګار یې څرګند کړ؛ تهران ته به اجازه ورنکړي، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ هغه تر دې دمه د څو جګړو مخه نیولې او هغه غوره ګڼي، چې د ایران مسله د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه وایي: « د نیمې شپې څټک نومو عملیاتو وروسته دوی ته خبرداری ورکړ شوی و، چې خپل د وسلو پروګرام بیا جوړ نکړي او له اټومي وسلو جوړولو دډه وکړي. اوس دوی د خپل اټومي پروګرام په برخه کې خپلې هیلې بیا پیل کړې دي. مونږ له دوی سره خبرې اترې کوو او دوی غواړي، چې یوه هوکړه وکړي. زما لومړیتوب دا دی، چې د دوی ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ خو یو شی ډاډمن دی: زه به هیڅکله په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړي ته اجازه ورنکړم، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.»

هغه همدارنګه د ونزویلا د تېلو په امریکايي بازار کې د زیاتې برخې د ګډون او د یوې لویې میکسیکوي نشه‌يي توکو قاچاقچي له مړینې خبر ورکړ او په نورو شېبو کې یې پر ډیموکراټانو او غیرقانوني کډوالو سختې نیوکې وکړې.

په امریکا کې نظرپوښتنې ښيي، چې د روان کال په نومبر کې له منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ډونالډ ټرمپ د دوه‌یمې دورې پلانونو لپاره د خلکو ملاتړ کم شوی دی. نړیوالو رسنیو په دې غونډه کې لفظي کړکېچونه د ژور سیاسي وېش د دوام نښه ګڼلې؛ هغه وېش، چې د راتلونکو سیاسي سیالیو په درشل کې تر بل هر وخت ډېر څرګند لیدل کیږي.

نړۍ

د ایران او امریکا ترمنځ ۴۵ ورځني اوربند ته منځګړي وروستۍ هڅې کوي

یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې له‌خوا ترسره کیږي.

Published

on

امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمهییز منځګړي د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن وي.

یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې له‌خوا ترسره کیږي.

په راپور کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیر مستقیم پیغامونه او زنګونه هم تبادله کیږي.

دغه راز سرچینو ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یوې لنډمهالې هوکړې ته رسېدا هم شونې ده.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ایراني چارواکو منځګړو ته ټینګار کړی؛ دوی نه غواړي د غزې تړانګې یا لبنان په څیر حالت رامنځته شي، چې اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او بریدونه هر وخت ممکن وي.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ په ایران کې د دوه‌يم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوه‌یم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نه‌شول.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې؛ د امریکا پوځ د F-15 جنګي جټ الوتکې د دوه‌یم پیلوټ پر ژغورلو بریالی شوی، چې په ایران کې د عملیاتو پر مهال پر نښه شوی و.

ټرمپ په Truth Social کې لیکلي، چې پوځي افسر د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا بند پاتې و، چې دښمنو ځواکونو څارلو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونه وتوانیدل، چې «د امریکا په پوځي تاریخ کې د ترټولو زړور لټون او ژغورنې عملیاتو» په پایله کې خپل پیلوټ بریالی راوباسي.

ټرمپ زیاته کړې؛ عملیات د لسګونو پوځي الوتکو او پرمختللیو تجهیزاتو پر کارولو ترسره شول.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ پیلوټ ټپي و، خو د هغه روغتیایي حالت ښه راپور شوی او روغ به شي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوه‌یم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نه‌شول.

ټرمپ ادعا کړې، چې دا دوه د ژغورنې عملیات د امریکایي ځواکونو لپاره له تلفاتو پرته ترسره شوي او دا یې په سیمه کې د هوايي برتري نښه وبلله.

Continue Reading

نړۍ

په راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلاي، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د خپلو بنسټیزو موخو د بشپړولو په درشل کې ده او په راتلونکو دوه یا درې اوونیو کې به پرې نور سخت بریدونه وکړي.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.

دا جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو سره پیل شوې او په سیمه کې یې د لبنان او ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په ګډون پراخې نښتې رامنځته کړې دي.

دغه راز د هرمز تنګي تړل‌کېدا د تېلو بیې لوړې او په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې رامنځته کړې او د نړیوالو ادارو په ګډون د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د انرژۍ نړیوالې ادارې د جګړې د اقتصادي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ له رویټرز سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې دې بریدونو اټومي وسلو ته د ایران د لاس‌رسي مخه نیولې او که ګواښ راپورته شي؛ نو امریکا به بیا برید وکړي.

د ټرمپ د څرګندونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا خلکو ته په یوه لیک کې په‌ډاګه کړې، چې هېواد یې د امریکا له عامو خلکو سره هیڅ دښمني نلري.

رویټرز راپور ورکړی، چې اسلام‌آباد د لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی؛ خو له دواړو خواوو څخه یې ځواب ترلاسه کړی نه‌دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!