تازه خبرونه
ټول نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې شي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون څرګنده کړې؛ د افغان خبریالانو پر وړاندې د نیولو او تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
دې فدراسیون په یوه راپور کې له اسلامي امارته غوښتي، چې د رسنیو د کار اړوند دوسیې دې د رسنیو شکایتونو او سرغړونو کمیسیون له لارې څاري.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي؛ په افغانستان کې د خبریالانو نیول زیات شوي او ټول نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشي شي.
دغه فدراسیون په افغانستان کې د حکومت لهخوا د خبریالانو ځورول غندلي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې؛ د اسلامي امارت لهخوا په تېره یوه اوونۍ کې له زندانه د ۹ خبریالانو خوښې کېدل یوه زړه راکښونکې پېښه ده.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په دې اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتي، چې د ټولو خبریالانو د خوندیتوب هلې ځلې دې چټکې کړې.
د خبريالانو د نړيوال فدراسيون د اعلاميې په يوه برخه کې راغلي، چې: په افغانستان کې د رسنيو وروستي فشارونه د دې سبب شوي، چې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي له ضمانتونو سره – سره؛ د خپلسرو نیونو، ځورونو او بریدونو له زیاتوالي سره مخ دي. په داسې حال کې، چې د نهو خبریالانو خوشې کول یو ښه پرمختګ دی، IFG له طالبانو (اسلامي امارت) غوښتي؛ د رسنیو ټول کارکوونکي، چې اوس هم په توقیف کې دي، ژر تر ژره خوشې کړي او په افغانستان کې د ټولو خبریالانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.
د دې اعلامیې په بله برخه کې دغه فدراسیون له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د رسنیو د کار په اړه دوسیې دې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون له لارې وارزول شي.
دغه راز د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه د رسنیو د قانون پر ژر تصویب ټینګار کوي.
د دوی د څرګندونو له مخې، د قانون نهشتوالي رسنۍ او خبریالان له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د ازادو خبريالانو د ملي اتحاديې د مشرتابه غړي مسرور لطفي وايي: هيله لرم، چې د ټولنيزو رسنيو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د شويو ژمنو له مخې د دغو دوه قوانينو برخهليک ژر تر ژره روښانه او د رسنیو ټولنې ته وړاندې.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په هېواد کې د خبريالانو د نيولو او تاوتريخوالي زياتوالى ردوي او وايي؛ یو شمېر هغه خبریالان، چې جرم یې خبریالي نه وه، له څېړنو وروسته خوشې شوي او یو شمېر نور، چې اوس هم په بند کې دي د دوسیو له څېړلو او ارزولو وروسته به خوشې شي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ د رسنیو نوی قانون ترتیب او د تصویب لپاره د اسلامي امارت رهبرۍ ته استول شوی دی. په دې قانون کې د رسنیو ټول اصول مراعات شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر د قطر له لومړي وزیر سره وکتل
په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د اړیکو، اقتصادي مسلو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې نن (پنجشنبه) ملا عبدالغني برادر قطر ته د خپل سفر په بهیر کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د اړیکو، اقتصادي مسلو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره روانې هڅې روښانه کوي.
تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو څخه ۶۳ افغان کډوال خوشې شول
دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځهویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان کډوالو د خوشې کولو د هڅو په لړ کې ۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راولېږدول شول.
دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځهویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا افغان کډوال د پاکستان پولیسو د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي وه او شپږ ورځې یې په زندانونو کې ساتلي وه.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا کډوال د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو لړۍ له هغې وروسته نوره هم وغخېده، چې حکومت غیرقانوني افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستان څخه د وتلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندوز ځانمرګی برید وغانده
امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندوز ولایت کې کابل بانک ته څېرمه د سېشنبې د ورځې ځانمرګی برید په سختو ټکو کې غندلی دی.
امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.
د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې د دې ډول بریدونو عاملین، تنظیم کوونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي مسوول دي او پر محاکمه کولو یې ټینګار کړی دی.
دوی له ټولو هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې له ټولو اړوند چارواکو سره په فعاله توګه د نړیوال قانون او د امنیت شورا له اړوند پرېکړو سره سم همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې داعش په کندوز کې د هغه ځانمرګي برید مسوویت پر غاړه اخیستی، چې د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې پېنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
-
لوبی4 days ago
د ۲۰۲۵آریانا سنوکر اتلولي د لومړۍ ورځې د لوبو پایلې
-
سوداگري5 days ago
افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۰۴ میلیون ډالرو ته رسیدلي
-
نړۍ3 days ago
د امریکا یوه پوځي الوتکه د سانډیاګو په ساحل کې راوغوځېده.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا (جمعه) له پاکستان سره مخ کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د خراسان داعشیان افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی – د م.م امنیت شورا
-
لوبی3 days ago
د ۲۰۲۵ آریانا سنوکر د اتلولۍ جام د دوهیمې ورځې پایلې
-
تازه خبرونه5 days ago
د ناروې کډوالو شورا په افغانستان کې خپل یو شمېر فعالیتونه ځنډوي
-
نړۍ5 days ago
که اسرائیلي یرغمل خوشې نشي دوزخ به جوړ شي – ټرمپ