تازه خبرونه
پاکستاني تورونه بېاساسه دي؛ د ستونزو حل په تفاهم کې دی – اسلامي امارت
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ اسلامي امارت د ستونزو حل په تفاهم، متقابل درناوي او رښتینې همکارۍ کې ویني، نه په تورونو، احساساتي دریځونو او ګواښونو کې.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال د پاکستانيو چارواکو وروستۍ څرګندونې، چې ګواکې په افغانستان کې د بریدونو د طرحې ادعا په کې شوې، بېبنسه بللې او رد کړې یې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ اسلامي امارت د ستونزو حل په تفاهم، متقابل درناوي او رښتینې همکارۍ کې ویني، نه په تورونو، احساساتي دریځونو او ګواښونو کې.
فطرت د اسلامي امارت دریځ یو ځل بیا څرګندوي او وایي؛ د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر ضد استفاده ونهشي او هیچا ته به هم اجازه ورنه کړ شي، چې پهخپلو فعالیتونو د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په اسلامآباد کې یې د افغانستان شارژدافیر سردار احمد شکیب ورغوښتی او د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر پوسته یې د برید پر تړاو خپل اعتراضي لیک ورسپارلی دی.
پاکستان ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې طرحه شوی و.
دغه چاودنه د شنبې پر ماښام د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د فتحخېل په اړوند سیمه کې شوې وه، چې له کبله یې ۱۵ پولیس وژل شوي او څلور نور کسان د یوه ملکي وګړي پر ګډون ټپیان دي.