سوداگري
پاکستانیو سوداګرو د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټي لارې پر پرانیستلو ټینګار وکړ
فضل مقیم خان د اړوند سوداګریزې خونې په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان – افغانستان د لویو لارو د تړل کېدا له کبله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات څه نا څه پای ته رسېدلي او اړتیا ده، چې سوداګرو ته د زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر فضل مقیم خان له چارواکو وغوښتل، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د لارې د پرانستلو لپاره بېړنۍ هڅې تر سره کړي.
فضل مقیم خان د اړوند سوداګریزې خونې په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان – افغانستان د لویو لارو د تړل کېدا له کبله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات څه نا څه پای ته رسېدلي او اړتیا ده، چې سوداګرو ته د زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ حجم د سوداګریزې لارې د تړلو له کبله “اندېښمنوونکي” حالت ته راټیټ شوی دی.
دغه راز د پاکستان یو سوداګر زاهدالله شینواري د پاکستان – افغانستان د لویې لارې د تړل کېدو په اړه ويلي، چې اوسمهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ډېر کم دی.
هغه زياته کړې؛ په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان او افغانستان د سوداګريزو لارو د تړل کېدو له کبله د افغانستان او پاکستان دوه اړخيزه سوداګري او ټرانزيټي سوداګري سخته اغېزمنه شوې ده.
نوموړی وایي؛ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ ځنډېدا د دواړو غاړو سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.
شينواري ويلي، چې ځايي خلک او مسافر هم له ستونزو سره مخ دي.
ویل کیږي، چې سوداګرو د دې ستونزې د حل لپاره پر دوه اړخیزې اجماع او خبرو اترو ټینګار کړی دی.