تازه خبرونه
پاکستان او افغانستان د چمن او بولدک د لارې پر خلاصولو خبرې پیل کړي
د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، چې د سپين بولدک – چمن لارې د بيا پرانستلو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې پيل شوې دي.
د پاکستان سیمه ییزو چارواکو تېره ورځ ویلي وه، چې د پاکستان هڅې د خبرو اترو له لارې ناکامه شوي؛ خو د دوشنبې پر ورځ کومه نښته نده شوې.
د روان کال د لړم پر ۲۳ نېټه د کندهار ولایت له سپین بولدک څخه چمن ته په ورتلونکې لار کې د یو ناڅرګند کس له ډزو وروسته، پاکستان د تګ راتګ لار او پوله تر نامعلوم وخت پورې وتړله.
د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی دی.
نوموړی څرګندوي؛ اسلامي امارت یاده پېښه خواشینوونکې بولي او د پېښې د څېړلو او د عاملینو د پیدا کولو لپاره یې یوه لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې ده.
د پاکستان د حکومت لخوا په دې ورړستیو کې افغان کډوال ځورول کیږي او ان بندیانیږي.
په دې اړه د پاکستان د ولسي جرګې غړي محسن داوړ د دوشنبې پر ورځ ( د لړم ۲۳ ) له افغان کډوالو سره د پاکستانيو پولیسو پر ناسم چلند نیوکه وکړه او څرګندوي، چې لږ تر لږه باید له دوی سره انساني چلند وشي.
هغه زیاته کړې: زمونږ حکومت په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره د چلند په اړه هیڅ ډول پالیسي نلري او د پاکستان د حکومت په ګډون UNHCR او ټوله نړۍ د دغه ناسم چلند پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده.
د سپین بولدک او د تورخم شمال لویدیځې پولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو او ترانزیتي سوداګرۍ لپاره په وچه کې د پرتو سوداګریزو لارو په توګه کار کوي.
خلکو او سوداګرو ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لخوا د چمن لار تړلې ده، چې له کبله یې د پولې دواړو غاړیو ته خلکو او د سوداګریزو توکو سوداګرو ویلي، چې خلک او پر سوداګریزو توکو بارډېر موټر د لارې خلاصېدو ته په تمه ولاړ دي.
د یادونې ده، چې په دې نښته کې د پاکستان دوه امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.