تازه خبرونه
پاکستان او ایران باید له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي – مولوي عبدالکبیر
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره د افغان کډوالو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست ) ویلي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران له افغان کډوالو سره ناوړه چلند زیات شوی او دا هېوادونه باید په دې برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره د افغان کډوالو په اړه بحث او خبرې وکړې.
مولوي عبدالکبیر ویلي: «پاکستان او ایران له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر کړی؛ مونږ له کوربه هېوادونو غواړو، چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.»
د کډوالو چارو وزارت څرګنده کړې؛ ایران او پاکستان له کلونو راپدېخوا « د میلیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی؛ اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله لري، چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.»
نوموړی وایي: «اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نلري او د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.»
هغه دا یادونه هم کړې، چې «اسلامي امارت افغان کډوال راستنېدو ته هڅوي؛ خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له کبله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.»
دغه راز ټینګار کوي، چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي؛ ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.
مولوي عبدالکبیر له کوربه هېوادونو وغوښتل، چې « د ګډو میکانیزمونو پر بنسټ دې افغان کډوالو ته وخت ورکړ شي؛ ځکه په دې اړه دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي.»
هغه هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې د خبرو لار غوره شي؛ د تورخم بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حل لاره نده، په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي، د تورخم دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي. پدې اړه دې جدي اقدام وشي، چې دواړو لورو ته ډېر زیان ونهرسېږي.
ویل کیږي، چې په کابل کې د پاکستان سفیر مولوي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول د پاکستان له چارواکو سره شریکې کړي؛ ځکه د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی او غواړي، چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.
همدارنګه په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي، خو د ناقانونه کډوالو ستونزې ته باید دایمي حللارې پیدا شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي. موږ غواړو چې په ایران کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د اړتیا وړ قانوني اسناد ورکړل شي.
ښاغلي بیګدلي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یو شمېر اقداماتو د پیل ژمنې وشوې، او دواړو خواوو ټینګار وکړ، چې د کډوالو مسئله باید د سیاسي مسایلو څخه جلا وساتل شي او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.