تازه خبرونه
پاکستان او ایران د افغانستان د سولې پر بهیر او دوه اړخیزو اړیکو وغږېدل

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن (د لړم ۲۲) د ایران له بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده او په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې به نوي فرصتونه رامنځته کړي.
جواد ظریف، چې پاکستان ته په دوه ورځني سفر تلی؛ پرون یې له لومړي وزیر عمران خان او نورو چارواکو سره وکتل.
د هغه د لیدنې موخه د دوه اړخیزو اړیکو ښه کول او پیاوړي کول دي.
د غونډې په بهیر کې عمران خان یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیر ملاتړ وکړ.
عمران خان زیاته کړې: پاکستان د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیر ملاتړ کوي او افغانان باید له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي، چې سیاسي حل ته زمینه برابره کړي.
ظریف په یوه تویت کې څرګنده کړې: د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستيز جنرال جاوید قمر باجوه سره د لیدنې پر مهال د اسلام ضد تعصب په ګډون پر سیمه ییزو او نړیوالو مسلو هوکړه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ظریف ته ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات لپاره ژوند بښونکې ده.
نوموړي زیاته کړې: اوس هغه وخت رارسیدلی، چې افغان همکاران له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته او دایمي سولې ته ورسیږي.
د غونډې په بهیر کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او ثبات هڅو ته پر هر اړخیزې اړتیا ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملي پخلاینې عالي شورا له مشسر عبدالله عبدالله سره وکتل او د افغانانو په مشرۍ او واک یې د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په واخان دهلیز کې پر همکاریو ټینګار وکړ
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) محمد عیسی ثاني په کابل کې د چین له شارزډافیر ژاو ژینګ سره د واخان دهلیز او د افغان-ټرانس پروژ, په اړه د خبرو اترو لپاره وکتل.

افغانستان او چین د واخان دهلیز او افغان-ټرانس په لویو پروژو کې پر همکاریو ټینګار وکړ.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) محمد عیسی ثاني په کابل کې د چین له شارزډافیر ژاو ژینګ سره د واخان دهلیز او د افغان-ټرانس پروژ, په اړه د خبرو اترو لپاره وکتل.
محمد عیسی ثاني ویلي، چې دې وزارت د واخان دهلیز سروې کړې او د ډیزاین په اړه یې کار روان دی.
دواړو خواوو د واخان دهلیز او افغان-ټرانس پروژو پر تلپاتې همکاریو او بحثونو ټینګار وکړ.
د ټولګټو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې دواړو خواوو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، سوداګریزو ملکیتونو لېږد، د چین او افغانستان ترمنځ د بېخبنایي( زیربنایي) پروژو او دوه اړخیزو همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
افغانستان ته د نغدو پیسو لېږل روان ساتل شوي – د یوه امریکایي سناتور ادعا
د جمعې پر ورځ جمهوري غوښتونکي سناتور ټیم برچټ بریټ بارټ نیوز ته ویلي.”مونږ ته ویل شوي، چې دا همداسې ده؛ په یو ډول نه په ډول هغو دا ترلاسه کړي.دا یې ښکاره بڼه ده، چې مونږ یې په اړه پوهیږو.”

د امریکا سناتور ټیم برچټ د جمعې پر ورځ ویلي؛ د بهرنیو مرستو له بندېدو سره – سره هره اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو څخه افغانستان ته استول کیږي.
د سلواغې پر نولسمه جمهوري غوښتونکي سناتور ټیم برچټ بریټ بارټ نیوز ته ویلي."مونږ ته ویل شوي، چې دا همداسې ده؛ په یو ډول نه په ډول هغو دا ترلاسه کړي.دا یې ښکاره بڼه ده، چې مونږ یې په اړه پوهیږو."
افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي مرستې لېږد د پخواني حکومت له ړنګیدو او د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته پیل شو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام ته نغدي پیسې لېږل شوې دي او اسلامي امارات پرلهپسې دا ادعاوې رد کړې، چې دوی له دې پیسو څخه ګټه پورته کړې ده.
د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش (سیګار) جان سوپکو کانګرس ته شاهدي ورکړه، چې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له وتلو وروسته افغانستان ته ۸ میلیارډ ډالر ورکړي دي.
په دسمبر ۲۰۲۳ کې، برچټ د انرژۍ نړیوالې ادارې ته د پیسو د جریان د بندولو لپاره یو قانون وړاندې کړ. دا لایحه د امریکا د استازو جرګې په یوه خوله تصویب شوه؛ خو د ډیموکراټانو تر کنټرول لاندې سنا کې یې ملاتړ ونشو.
بورچټ د روان کال په مرغومي کې د امریکا د استازو جرګې ته ویلي وه، چې افغانستان ته د پیسو د لېږد د مخنیوي لپاره یې یوه لایحه وړاندې کړې. که څه هم دا لایحه د امریکا د استازو جرګې د ملاتړ سره مخ شوه؛ خو د امریکا سنا دا تصویب نکړه. ټیم بورچټ ویلي، چې دا لایحه به د امریکا د ولسمشر تر میز رسوي.
برچټ ویلي وه: "زه د دواړو خونو له لارې د دې کار کولو او د ولسمشر ټرمپ میز ته د ژر تر ژره رسولو پر تمه یم."
برچټ له بریټ بارټ نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې پلار یې "یو متل کاوه: 'زاړه سړي پرېکړه کوي او ځوانان مړه کیږي.'"
د افغانستان د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، چې اسلامي امارت د امریکا پر مرستو متکي ندی او د دې مرستو له بندېدو سره به د افغانستان د اقتصادي ودې مخه ونه نیول شي.
له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د جو بایډن ادارې له افغانستان سره له درې میلیارد ډالرو څخه ډېرې بشري مرستې کړې دي. د امریکا د حکومت پخوانیو چارواکو ویلي، چې دا مرسته د ملګرو ملتونو له لارې په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره کارول شوې ده.
تازه خبرونه
امریکا دې د افغانانو ۷ چورلکې راوسپاري – ملي د دفاع وزارت
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: ” اسلامي امارت په دې اړه اندېښمن دی؛ ځکه دا چورلکې د افغانستان دي او د پخواني نظام د چارواکو د تېښتې پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې، نو باید بېرته افغانستان ته راوسپارل شي.”

له ازبکستان څخه امریکا ته د پخواني افغان پوځ د ۷ چورلکو د سپارلو په غبرګون کې ملي دفاع وزارت له امریکا وغوښتل، چې نه یوازې دې افغانستان ته د ټولو چورلکو په بېرته راستنولو کې رامنځته شوي خنډونه لرې کړي، بلکې هغه دې افغانانو ته راوسپاري.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: " اسلامي امارت په دې اړه اندېښمن دی؛ ځکه دا چورلکې د افغانستان دي او د پخواني نظام د چارواکو د تېښتې پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې، نو باید بېرته افغانستان ته راوسپارل شي."
د خبرپاڼې له مخې: "دا زمونږ لپاره د منلو وړ نده، چې دا چورلکې په کوم دلیل امریکا ته لېږدول کیږي؛ ځکه، چې د افغانستان خلک حق لري له خپلو حقونو دفاع وکړي، ویې غواړي او دغه راز ګاونډ هېوادونه هم باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي."
-
تازه خبرونه4 days ago
واشنګټن به غزه ونیسي او مالکیت به یې تر لاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسماعیلیه شیعه ګانو رهبر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو پر عمر مړ شو
-
تازه خبرونه5 days ago
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه وغږېدل
-
لوبی4 days ago
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو
-
تازه خبرونه3 days ago
ایران د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
ټرمپ د غزې په نیولو کې د افغانستان درس هېر کړ ـ د ترکیې د پارلمان رییس
-
روغتيا4 days ago
د امریکا د مرستو ځنډېدا به په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړي
-
تازه خبرونه3 days ago
ملګرو ملتونو له اسلامآباد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړه