تازه خبرونه
پاکستان باید د اړیکو له زیانمنولو ډډه وکړي – امیرخان متقي
امیر خان متقي بي بي سي پارسي ته د مرکې پر مهال ویلي؛ اسلامآباد داسې شواهد نلري، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول شوې وي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي له پاکستان وغوښتل، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور په اړه خپلې پلمې پای ته ورسوي.
امیر خان متقي بي بي سي پارسي ته د مرکې پر مهال ویلي؛ اسلامآباد داسې شواهد نلري، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول شوې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ مشر له اسلامي امارت غوښتي، چې ټي ټي پي ته د خپل اوږدمهاله ګاونډ او ورور پر پرتله ترجیح ورنکړي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي وایي: پاکستان باید له داسې هڅو ډډه وکړي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.
امیر خان متقي ویلي، چې له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکي مخ پر پراخیدو دي او په عملي توګه له ځینو هېوادونو سره اړیکي لري او غواړي، چې غربي هېوادونه له کابل سره اړیکي ولري؛ خو دوی د امریکا د پوځي حضور مخالف دي او نه غواړي، چې یو امریکايي هم په افغانستان کې له پوځي جامو حضور ولري.
متقي همداراز ویلي؛ د پيسو هغه کڅوړې، چې په اوونیزه توګه افغانستان ته راځي، په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو د دفتر لاس ته ورځي او اسلامي امارت ته نهورکول کیږي.
ویل کیږي، چې که څه هم هېوادونو اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.