تازه خبرونه
پاکستان بېاسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلامآباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بېاسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونهلري؛ وبهنیول شي.
پاکستان بېاسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې پورې له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې له دې نېټې وروسته په ټول هېواد کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلامآباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بېاسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونهلري؛ وبهنیول شي.
د جولای له یوولسمې څخه به ولایتي ادارې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته راپورونه استوي، چې په کې به د موندل شویو بېاسناده افغانانو شمېر، د هغوی پر وړاندې ترسره شوي اقدامات او قانوني یا توقیفي وضعیت شامل وي.
د کورنیو چارو وزارت دا عملیات لومړیتوب بللی او د هېواد پر کچه یې په دې اړه د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.
دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.
پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې پرلهپسې رد کړې دي.