تازه خبرونه
پاکستان تر اوسه د افغان کډوالو د درې اړخیزې ناستې په اړه هوکړه نهده کړې – اسلامي امارت

که څه هم له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان مهاجرینو د ایستلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته اته ورځې پاتې دي؛ خو اسلامي امارت وايي، چې اسلامآباد تر اوسه پهدې اړه له ملګرو ملتونو سره د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو هوکړه نهده کړې.
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۳۰ ) یوه خبرپاڼه خپره کړې او څرګندوي، چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له مرستیال لیونارد زولو سره د دوشنبې پر ورځ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په څرګندونو کې راغلي: دا، چې پاکستاني لوري د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ پر درې اړخیزه ناسته هوکړه نهده کړې؛ نو دې وزارت پرېکړه وکړه، چې ياده شوې غونډه به د اسلامآباد پر ځای په کابل کې تر سره او دا موضوع به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لارې دواړو لوریو ته وړاندې شي.
په دې خبرپاڼه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د مشر لیونارد زولو د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې پاکستان باید ژر تر ژره د دغې درې اړخیزې غونډې د ترسره کېدو یا نه حاضرېدو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
د روانې میاشتې په پیل کې اسلامآباد ټولو هغو کډوالو ته، چې په غیر قانوني توګه په پاکستان کې میشت دي؛ د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستان څخه د وتلو مهلت ورکړی او دا خبرداری یې هم ورکړی، چې که ونه وځي وبهنیول شي او له هېواده شړل کیږي.
په پاکستان کې یو شمېر بنسټونو ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له پاکستان وغوښتل، چې افغان کډوال ونهباسي او خبرداری یې هم ورکړی، چې ښايي دغه کسان افغانستان ته له ستنېدو وروسته د اسلامي امارت لهخوا وځپل شي.
دغه راز د تېرې پنجشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو غوښتي وه؛ هغو افغانانو ته، چې د امنیت په لټه کې دي د ننوتو او پاتې کېدو اجازه ورکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبري کنفرانس کې له پاکستان او نورو هېوادونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره مرسته وکړي.
هغه ویلي: زه غواړم ووایم، چې مونږ د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو غواړو، چې له مهاجرینو او پناه غوښتونکیو سره په چلند کې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او د اجباري راستنېدو د منع اصولو ته درناوی وکړي.
د اسلامي امارت چارواکو هم له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان مهاجرو د اخراج په اړه پهخپله پرېکړه له سره غور وکړي.
پاکستان اعلان کړی، چې ناقانونه میشت افغانان به وشړي.
د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغه هېواد کې ۱.۷ میلیون بهرنيان، چې ۱.۴ میلیون یې افغانان دي ناقانونه ژوند کوي.
د پاکستان حکومت د دې هېواد د پلازمېنې اسلامآباد په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د افغان کډوالو د ایستلو له ټاکلې نېټې مخکې د نیولو لړۍ هم ګړندۍ کړې ده.
د پاکستانيو رسنیو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا پولیسو د یکشنبې پر ورځ د پېښور باړې د اړوند افغان مهاجرینو په یوه پخواني مارکیت کې له کومې مخکنۍ خبرتیا پرته لسګونه دوکانونه ویجاړ کړل. له دې مخکې هم د اسلامآباد پولیسو په مورګل سیمه کې د افغان کډوالو یو شمېر کورونه نړولي وه.
له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو وروستۍ نېټه را نږدې کیږي او اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د تورخم بندر ته څېرمه د شړل شویو کډوالو د لنډ مهاله اوسېدو لپاره یو کمپ جوړ کړی دی. دغه کمپ د ۵۰۰ کسانو وتیا او ظرفیت لري.
د اسلامي امارت سیمهییزو چارواکو ويلي، په کمپ کې راستنېدونکیو مهاجرینو ته د لنډمهالې استوګنې پر مهال خوراکي توکي، ترانسپورت او روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، چې دلته د میشتو افغانانو او نورو هغو کډوالو لپاره، چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري، د ضرب الاجل له ټاکلو وروسته زرګونه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د جمعې تر ورځې ( د تلې ۲۸ / د اکتوبر ۲۰ ) شاوخوا ۵۲ زره افغانان، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او ډېر نور له کراچۍ او نورو ښارونو د پولې پر لورې روان دي.
تازه خبرونه
چین د ټرانس-افغان اوسبنېپټلۍ پروژې تمویل ته لېواله دی – اسحاق ډار
ډار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، چې بیجینګ ته د خپل سفر پر مهال یې له چینایي او افغان چارواکو سره د ټرانس-افغان اوسپنېپټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ويلي، چې چین د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنېپتلۍ پروژې د تمویل لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
ډار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) په یوه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، چې بیجینګ ته د خپل سفر پر مهال یې له چینایي او افغان چارواکو سره د ټرانس-افغان اوسپنېپټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.
هغه ټینګار کړی، چې د دې پروژې د پرمخ بیولو وخت رارسېدلی دی.
تازه خبرونه
په لغمان کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه پرانیستل شوه
ملا برادر د دې پروژې پیل د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام وباله او وایي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به د دې سیمې مقاومت نور هم زیات شي.

په لغمان ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژې عملي کار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لخوا پرانیستل شوه.
ملا برادر د دې پروژې پیل د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام وباله او وایي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به د دې سیمې مقاومت نور هم زیات شي.
نوموړي ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د برښنا په سکتور کې د ځانبسیاینې ترلاسه کولو لپاره دې طرحې ته ورته اړینې پروژې تر کارلاندې نیولي دي.
هغه وایی؛ دا پروژې به نه يوازې د برښنا په توليد کې اغېزمنې وي، بلکې د ملي اقتصاد په پياوړتيا، کار پيدا کولو، پانګونې راجلبولو او خلکو ته خدمات وړاندې کولو او ښه کولو کې هم ډېر اهميت ولري.
اقتصادي مرستیال دا هم ویلي، چې له څه وخت راپدېخوا په ټول هېواد کې د ۲۲۸ میګاواټو څخه ډېر ظرفیت لرونکو اووه مهمو برښنایي پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې د لغمان لمریزه برښنا پروژه یې هم یوه برخه ده.
ملا برادر د اسلامي امارت اقتصادي سټراټیژي په بهرنیو سرچینو د تکیه کمولو او له کورنیو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې پر بنسټ ولاړه وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان اوسمهال پر وارداتي برښنا ډېره تکیه کوي، چې له کبله یې له هېواده د پام وړ اسعار بهر ته ځي.
هغه همدارنګه امنیت د اقتصادي پروژو د پیل او بریالیتوب لپاره تر ټولو مهم عامل وباله او دا ډاډ یې هم څرګند کړ، چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.
اقتصادي مرستیال د افغانستان د برښنا په سکټور کې پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او هر اړخیزه همکاري به هم ورسره وشي.
تازه خبرونه
د افغانستان خلک د شفقت او ښه چلند مستحق دي – شیخ هبةالله
د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې د افغانستان خلک له کلونو جګړو او تاوتریخوالي څخه ځوریدلي دي او اوس د شفقت، مهربانۍ او ښه چلند مستحق دي.

د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د ښاروالیو لپاره په یوه ځانګړي سیمینار کې له خلکو سره د ښه چلند او د زور او فشار له کارولو څخه د ډډه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت رهبر ویلي، چې د افغانستان خلک له کلونو جګړو او تاوتریخوالي څخه ځوریدلي دي او اوس د شفقت، مهربانۍ او ښه چلند مستحق دي.
هغه د خلکو پر وړاندې د زور یا جبر کارولو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت رهبر دغه راز ویلي، چې مسوولیت کوم عزت او غوره والی ندی، بلکې یو امانت دی، چې له مخې یې باید خلکو ته خدمت وشي.
شیخ هبةالله آخوندزاده دا هم روښانه کړه، چې مسوولیت امتیاز ندی، بلکې د خلکو د خدمت لپاره یو امانت دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د ښاروالیو مالي سرچینې په حقیقت کې د خلکو شتمني ده، چې د عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره ورکول کیږي او باید د خلکو د رضایت او هوساینې سره سم مصرف شي.
د اسلامي امارت رهبر همدارنګه له ښاروالیو وغوښتل، چې د ښارونو د پاکوالي، د عامه ګټو او عامه شتمنیو د ساتنې او د خپلو دندو په ترسره کولو کې له غفلت او بېپروایۍ څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني له پکتیکا والي سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت اصلي هدف د خلکو خدمت کول دي او د هغو د استازو له لارې د ولایتونو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
-
نړۍ4 days ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
سوداگري3 days ago
نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه څرګندونې وکړې
-
نړۍ3 days ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
-
روغتيا3 days ago
په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
تازه خبرونه5 days ago
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
روغتيا4 days ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ