Connect with us

سوداگري

پاکستان ته د افغانستان صادرات د اصلي سند له وړاندې کولو پرته لنډمهاله معاف شول

د پاکستان د ګمرک چارواکي آزاد مهدي ویلي؛ د سوداګرو د استازو له پلاوي سره له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د اصلي سند په اړه اغېزمنې خبرې اترې ترسره شوې دي.

خپور شوی

د

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی؛ د ګمرک چارواکو او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د بریالي خبرو اترو په پایله کې پرېکړه شوې، چې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات به د جون تر ۳۰ پورې له اصلي سند څخه پرته لنډمهاله معاف وي.

د پاکستان د ګمرک چارواکي آزاد مهدي ویلي؛ د سوداګرو د استازو له پلاوي سره له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د اصلي سند په اړه اغېزمنې خبرې اترې ترسره شوې دي.

هغه تشریح کړه، چې د عوایدو فډرالي بورډ (FBR) له مقرراتو سره سم د افغانستان ټولو وارداتو لپاره د اصلي سند درلودل لازمي دي؛ خو د پنبې، لوبیا، ډبرو سکرو او صابون ډبرو په ګډون ځینو توکو ته ځانګړی معافیت په پام کې نیول شوی دی.

اوسمهال د تورخم په پوله کې د دې توکو لېږدونکې ۶۶۷ لارۍ د دې سند د نه‌شتون له کبله ودرول شوې وې.

اوس به دې بار لاریو ته د جون تر ۳۰ پورې د اصلي سند پر ځای د لیکلي ژمنې پر سپارلو د ترخیص یا تصفیې اجازه ورکړ شي.

له دې نېټې وروسته له افغانستان څخه ټول واردات پرته له استثنا باید له اصلي سند سره یوځای شي.

سوداگري

د خوست غلام خان بندر لنډمهاله پرانیستل شو

فاروقي د سېشنبې پر ورځ( د چنګاښ پېنځه‌ویشتمه) کړېو چې د بندر لنډمهاله پرانیستل به سوداګرو او لېږدونکو ته د توکو تبادله او د توکو د خرابېدو د مخنیوي فرصت برابر کړي.

Published

on

د سرحدي پولیسو ویاند عابد‌الله عقاب فاروقي ویلي؛ د خوست ولایت د غلام خان بندر، چې د لاریو پر مخ تړل شوی و، نن رسماً د ۱۵ ورځو لپاره پرانیستل شو.

فاروقي د سېشنبې پر ورځ( د چنګاښ پېنځه‌ویشتمه) کړېو چې د بندر لنډمهاله پرانیستل به سوداګرو او لېږدونکو ته د توکو تبادله او د توکو د خرابېدو د مخنیوي فرصت برابر کړي.

هغه ټینګار کړی، چې دا اقدام به په پوله کې له بند پاتې خرابېدونکو توکو د خرابېدو له مخنیوي سره مرسته وکړي.

غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له خورا مهمو سوداګریزو لارو څخه ګڼل کیږي او د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د اړینو خامو توکو په لېږد کې مهم رول لوبوي.

دغه لار نږدې دوه اوونۍ مخکې د پاکستان لخوا پرته له کوم رسمي وضاحت څخه وتړل شوه او ناڅاپي تړلو یې د افغان سوداګرو او لاریو چلوونکو لپاره د پام وړ زیانونه رامنځته کړل.

که څه هم پوله اوس لنډمهاله پرانیستل شوې؛ خو پاکستانيو چارواکو تر اوسه د بندېدو یا د بیا پرانیستلو تر شا د منطق په اړه کومې رسمي څرګندونې خپرې کړې ندي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نږدې ۲ میلیارډ ډالرو ته ورسېد

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا شمېر د تېر کال له ۱.۶۰۳ میلیارد ډالرو څخه ۱.۹۹۸ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوی دی.

Published

on

Pakistan trade

په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ ۲۵ سلنه زیاتوالی موندلی، چې ورسره د سوداګرۍ حجم نږدې ۲ ميلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا شمېر د تېر کال له ۱.۶۰۳ میلیارد ډالرو څخه ۱.۹۹۸ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوی دی.

د راپور له مخې؛ افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳۱ سلنه زیاتوالی موندلی ۱.۳۹۱ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی. په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه وارداتو هم ۱۳ سلنه زیاتوالی موندلی ۶۰۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي.

د پاکستان په صادراتي توکو کې بوره له ۴.۳۳۳ سلنه بې‌ساري ودې سره په سر کې ده؛ د بورې صادرات په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کې له ۵.۹۳ میلیون ډالرو څخه ۲۶۲.۷۷ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.

د ودانیزو توکو، ټوکرانو او درملو په ګډون نور صادراتي توکي هم پدې وده کې د پام وړ ونډه لري؛ خو ځینې توکي لکه وريجې، هګۍ، مالګې، برقي تجهیزات او بوټان د کال پر پرتله له ۱۷ څخه تر ۹۹ سلنې پورې له کمښت سره مخ شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال په جون کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۴۲ میلیون ډالرو ته ورسېدل، چې د ۲۰۲۴ کال د جون پر پرتله ۹۰ سلنه زیاتوالی لري. په هر حال، په ورته موده کې واردات ۲۹ سلنه کم شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د می پر پرتله ۵۴ سلنه کمښت ښیي.

پر ټولیزه توګه دوه اړخیزه سوداګري په جون کې ۱۵۸ میلیون ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۴ کال د جون پر پرتله ۶۲ سلنه زیاتوالی او د تېرې میاشتې پر پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښیي.

کارپوهان د دې ودې لامل د سیمه‌ییزې اړیکې ښه‌والی، د سوداګرۍ آسانتیا او په افغان بازار کې د پاکستانيو توکو لپاره د تقاضا زیاتوالی بولي.

Continue Reading

سوداگري

د کال په لومړۍ ربعه کې افغانستان ته د ایران نا‌تېلي صادرات ۵۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي

چارواکو او سوداګریزو مشرانو ټینګار کړی، چې مخ پر زیاتېدونکې سوداګریزې اړیکې د سیمه‌ییز ثبات لپاره اړینې دي.

Published

on

trucks from Iran

د ایران د ګمرکونو ادارې د څرګندونو له مخې؛ ایران د روان لمریز لېږدیز کال په لومړۍ ربع کې ( د وري له لومړۍ څخه د غبرګولي تر یودېرشمې) افغانستان ته له ۵۱۰ میلیون ډالرو څخه ډېر نا‌تېلي توکي صادر کړي، چې افغانستان په یاد وخت کې د ایران د نا‌تېلي صادراتو لپاره پېنځم لوی منزل دی.

چارواکو او سوداګریزو مشرانو ټینګار کړی، چې مخ پر زیاتېدونکې سوداګریزې اړیکې د سیمه‌ییز ثبات لپاره اړینې دي.

د ایران او افغانستان په وروستي سوداګریز کنفرانس کې د ICCIMA مرستیال مشر پیام باقري، د ګډ تاریخ او تکمیلي سرچینو د څرګندونو له مخې د ژورې اقتصادي ملګرتیا غوښتنه وکړه. لکه د ایران صنعتي بېخبنا او د افغانستان معدني شتمني.

باقري د ګډو پانګونو، کاري ځواک پراختیا او د سوداګریزو خنډونو د کمولو له لارې د سوداګرۍ د پراختیا هڅې هم روښانه کړې.

دغه راز د ایران د کرنې وزیر د کرنیزو خدماتو په برخه کې د همکارۍ د زیاتولو لپاره چمتووالی څرګند کړ او د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ ته یې د ګډې کمیټې غوښتنه وکړه.

د اپریل پر لسمه په کابل کې یوې تخنیکي غونډې د تهران- کابل اقتصادي تړون په اړه پر پرمختګ بیاکتنه وکړه، چې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ، کانونو او کرنې راڅرخي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې ۸۴ سلنه زیاته شوه، چې ۳.۲ میلیارډ ډالرو ته ورسېده.

ایران د ۳.۱۴ میلیارد ډالرو پر ارزښت توکي صادر کړل، چې ډېری یې د تېلو محصولات، فولاد، خواړه او ودانیز توکې وه. په داسې حال کې، چې ایران ته د افغانستان صادرات په ټولیزه توګه خام او کرنیزې محصولات ۱۱۶ سلنه زیات شوي او ۵۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!