تازه خبرونه
پاکستان تېره میاشت له ۳۲ زره ډېر افغان کډوال جبري ایستلي
د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کډوال ۶۷۴ موټرو افغانستان ته جبري ستانه کړي دي.
پاکستانيو رسنیو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې ۳۲ زره ۲۰۰ افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان سما ټلویزیون د راپور له مخې؛ د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پلان له پیل راپدېخوا څه باندې ۶۹۱ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ، د چنګاښ له ۳۱ څخه د زمري تر اووهویشتمې پورې ۱۱ زره ۵۴ ماشومان، ۹ زره ۳۲۰ ښځې او ۱۱ زره ۸۲۶ افغان نرینه له پاکستان څخه جبري ایستل شوي دي.
د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کډوال ۶۷۴ موټرو افغانستان ته جبري ستانه کړي دي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، په پاکستان کې د هغو افغانانو د شړلو لړۍ روانه ده، چې د اوسېدو کره اسناد نلري.
د یادونې ده، چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو پروګرام د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په تله میاشت کې پیل شوی دی.
