تازه خبرونه
پاکستان حامدکرزي ته پر افغانستان د خبرو بلنه ورکړې
پخواني ولسمشر حامد کرزي د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ پرون ماښام د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ټیلیفون پر کرښه غږېدلی او عمران خان هغه ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې، چې د افغانستان د سولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو پر لارو چارو وغږېږو.
حامدکرزی په دې اړه په یوه ټویټ کې په ډاګه کړې: مونږ د دواړو هېوادونو د سولې او هوساینې لپاره د متمدنو او دوستانه اړیکو پر اړتیا خبرې وکړې.
د پاکستان د اطلاعاتو او اړیکو وزیر فواد چوهدري په خپل ټویټر کې لیکلي: په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړې: پاکستان به د افغانستان د وضعیت په اړه د یوه ځانګړي کنفرانس کوربه وي، چې جزئیات به یې ډېر ژر رسنیز شي.
فواد چوهدري دا هم ویلي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون مهم افغان چارواکي او مشران په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره رابلل شوي دي.
هغه هیله وښوده، چې دغه د پام وړ پرمختګ به د افغانستان د ستونزو د حل لپاره نوې هیلې روټوکوي.
دغه راز د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې دغه وړاندیز شوی کنفرانس د جولای له ۱۷ تر ۱۹ پورې د پاکستان پر کوربتوب تر سره شي او تر دې دمه یو شمېر افغان مشرانو په کې خپله برخه اخیستنه منلې ده.
د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي او د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال دواړو امریکا غږ ته تائید کړې، چې دوی به په دې ناسته کې هم برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې داودزي ویلي؛ د دغې غونډې د جوړېدو پر وخت او نېټه بحث روان دی.