تازه خبرونه

پاکستان دې افغانستان ته له ګواښونو ډډه وکړي – حامد کرزی

Published

on

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسلام آباد غوښتي، چې له ګواښونو دې ډډه وکړي او د افغانستان په اړه دې پخپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي؛ ځکه، چې دا یې ناامني یې د خپلو سیاستونو پایله ده.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، چې په پاکستان کې د ناامنیو زیاتوالی او روان وضعیت د اسلام آباد د څو لسیزو د پالیسۍ پایله ده.

حامد کرزي پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې اسلام آباد باید د زور او ګواښونو پر ځای د سیمې د ثبات لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي: زه د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوم، چې د تېرو څو لسیزو پخپلو سیاستونو له سره کتنه وکړي. له ګواښونو او زور زیاتي دې ډډه وکړي او په سیمه کې دې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له ناامنیو سره په اغېزمنه توګه مبارزه وکړي او له افغانستان سره د ښو او مدني اړیکو لار خپله کړي.

کرزي دا څرګندونې د روانې اوونۍ په پیل کې د پاکستان د ملي امنیت د کمیتې (NSC) له غونډې وروسته په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړي، چې ویلي یې ول؛ پاکستان به خپل ګاونډي ته اجازه ورنکړي، چې ترهګرو ته پناه ورکړي.

د پاکستان دا څرګندونې پدې معنی دی، چې شونې ده پاکستان د پولې په اوږدو کې پر ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړي.

د پاکستان په دولت کې د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني ګهر ويلي؛ د هېواد امنیت یې سره کرښه او لومړیتوب دی او نه پرېږدي، چې پاکستان د پاکستانيو طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو قرباني شي.

د پاکستان د دولت د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ویلي، چې دوی له کابل سره په یوه پیغام کې له افغانستان څخه د پاکستانيو طالبانو د ګواښ په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي. کهر ټینګار کړی، چې اسلام آباد له کابل سره د ښو او صادقو اړیکو غوښتونکی دی.

د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په اړه په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو په کمیته کې ویلي، چې دوی کابل ته په ډاګه کړې او په افغانستان کې یې د پاکستانيو طالبانو د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر وایي: مونږ افغانستان ته دا پیغام استولی، چې زمونږ امنیت زمونږ سره کرښه ده. مونږ له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو؛ خو پاکستان باید د پاکستانيو طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو قرباني نشي.

له بلې خوا د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ پاکستان حق لري، چې د ترهګرۍ پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي؛ ځکه دغه هېواد د ترهګرو په بریدونو کې سخت ځپل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وایي: مونږ د پاکستان د ملي امنیت د کمیتې له وروستي بیان څخه خبر یوو؛ د پاکستان خلک د تروریستي بریدونو له کبله سخت زیانمن شوي دي. پاکستان حق لري، چې د ترهګرۍ پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. امریکا له طالبانو غواړي، چې پخپلو ژمنو ودریږي. هیڅکله به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان خاوره یو ځل بیا اشغال شي او د نړیوالو تروریستي بریدونو د ځالې په توګه وکارول شي.

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي: هغه تګلاره او پالیسي، چې د پاکستان د پوځ او حکومتي جنرالانو د افغانستان په اړه لرله؛ په بشپړه توګه ناسمه او غیر موثره پالیسي ده. هغه څه، چې نن پاکستان د همدغو غلطو سیاستونو له کبله له دې حالت سره مخ دی.  زه فکر کوم که پاکستان پخپلو سیاستونو له سره غور ونه کړي او د پیسو په خاطر ملي ګټې تر پښو لاندې کړي؛ وضعیت به نور هم ترینګلی شي.

د پاکستانيو چارواکو وروستیو څرګندونو د اسلامي امارت توند غبرګونونه راپارولي او د ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی، چې افغانستان بې صاحبه او لا وارثه هېواد ندي او  د هېواد له ځمکني بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو دی.

اسلامي امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه رد کړي؛ خو ظاهراً پاکستاني چارواکي پرې راضي ندي او په دې ورځو کې د دوی اندېښنې د پخوا په پرتله زیاتې شوې دي.

Trending

Exit mobile version