تازه خبرونه
پاکستان دې خپل هوایي حریم د افغانستان پر ضد نه کاروي

د افغانستان د ملي دفاع وزیر څرګنده کړې؛ د امریکا بې پیلوته الوتکې د پاکستان له خاورې د افغانستان هوايي حریم ته ننوتي او له پاکستان څخه غواړي، چې هوایي حریم یې د افغانستان پر ضد و نه کارول شي.
د ملي دفاع وزارت ملت ته په داسې حال کې یو کلن حساب ورکوي، چې د تېر رژیم له ړنګېدو وروسته یې کابو هرڅه له لاسه ورکړي وه او اسلامي امارت یې د بیا جوړولو لپاره کار پیل کړ؛ خو تر ټولو مهمه مسله، چې په دې ورځو کې یې د خلکو پام ځانته رااړولی او پوښتل کېږي؛ د امریکا بې پیلوته الوتکې له کوم هېواد څخه د افغانستان هوايي حریم ته راننوځي؟ دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد دغې پوښتنې ته د ځواب پر مهال د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکايي بې پيلوته الوتکو تګ راتګ ښکاره تېری ګڼي او وايي، اوسمهال له امریکايي چارواکو سره له دیپلوماتیکو لارو پدې اړه خبرې کوي، چې نور بې پیلوته الوتکې د افغانستان پر هوايي حریم تېری ونکړي.
د ملي دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکايي بې پیلوته الوتکو د الوتنو په اړه وایي: دا په افغانستان کې د امریکا ښکاره سرغړونه ده، مونږ خپل غږ پورته کړی او بیا هم امریکا په ډېره سپین سترګۍ دغه کار ته دوام ورکوي. دا کار کوي، مونږ یې غندو.
دفاع وزیر محمد يعقوب مجاهد وایي؛ زمونږ د معلوماتو له مخې امريکايي بې پيلوته الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته راننوځي. مونږ له پاکستان څخه غواړو، چې خپله خاوره زمونږ پر ضد ونه کاروي.
دغه راز نوموړي ویلي، دوی له ازبکستان او تاجکستان څخه افغانستان ته د پوځي الوتکو د بېرته راګرځولو په هڅه کې دي؛ خو امریکایانو یې مخه نیولې ده.
د جمهوريت له نسکورېدو مخکې ډېرې افغان پوځي الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته ليږدول شوې وې؛ خو په تېر کال کې ظاهراً د دغو الوتکو د راستنولو خبرې بې پایلې پاتې شوې دي او مجاهد امريکا په دې برخه کې خنډ بولي.
د ملي دفاع وزارت مشرتابه وايي، چې دا مهال د پوځ شمېر ۱۴۵ زره تنو ته رسېږي.
د هېواد لوی درستیز په دې غونډه کې ويلي، چې تخریبي عناصر هیڅ لاسته راوړنه نلري.
د افغانستان د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، هغه تخریبي عناصر نیول شوي، چې سرحدي سیمې یې بې ثباته کولې. د ټول افغانستان په ځانګړي توګه د پنجشیر ولایت وضعیت تر څارنې لاندې دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، تر اوسه ۶۰ چورلکې رغول شوي او هوايي ځواکونو په ۲۴۶ الوتنو کې ۳ زره کسان له سیلابونو ژغورلي دي.
د ملي دفاع وزارت د د دې وزارت د ټولو څانګو فعالول، په پولو کې د څه باندې ۲۵ زره سرتېرو ځای پر ځای کول، د ملي دفاع وزارت د تخنیکي څانګو فعالول، د پوځ په جلب او جذب کې نظم رامنځته کول، د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د څلور زره کسانو لرې کول او د معاشونو شفاف وېش په تېر یوه کال کې د دغه وزارت نورې لاسته راوړنې دي.
تازه خبرونه
جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون دالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د جاپان هېواد لخوا افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ۲۱ اعشاریه ۶ میلیون دالرو پر ارزښت د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.
یونیسف له افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخو کې د جاپان له ملاتړه ستاینه کړې ده.
یونیسف پرون ( د وري ۶ / د مارچ ۲۶) په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې له دغو مرستو څخه ۱۸ میلیون دالر به له ۱۸ میلیون څخه ډېرو افغان ماشومانو او میندو ته د واکسینو پر برابرولو او ۳ اعشاریه ۶ میلیون دالر به د افغانستان د دولتي ښوونځیو د بېخبناوو پر جوړولو ولګول شي.
د دغه راپور له مخې: هغه واکسینونه، چې ټاکل شوې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره له دغې مرستې چمتو شي؛ د شري، روتا ویروس، تیتانوس، دیفتریا، پولیو، هپاتیت بی او داسې نور رانغاړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دا هم ویلي، چې دا مرستې له یونیسف سره په ۲۰۲۳ کال کې مرسته کوي، چې شاوخوا ۱۰ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین چمتو شي.
خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د دغو مرستو ۳ اعشاریه ۶ میلیون دالر به د یونیسف له لارې په ۲۰ ښوونځیو کې د ۵۰۰۰ ښځینه زدهکوونکیو په ګډون ۱۰ زره زدهکوونکیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې ولګول شي.
تازه خبرونه
په کابل ښار کې ځانمرګي ۶ کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي؛ د کابل ښار د ملک اصغر په څلورلارې کې یوې امنیتي پوستې ته نږدې په ځانمرګي برید کې ۶ عام وګړي وژل شوي او د درې امنیتي ځواکونو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، نن د کابل ښار د دوهیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي.
عبدالنافع تکور وايي: مخکې له دې، چې ځانمرګى هدف ته ورسېږي؛ د امنيتي ځواکونو لخوا وپېژندل شو او له وژل کېدو وروسته يې چاودېدونکیو توکو چاودنه وکړه.
د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي، چې د پېښې له ځایه د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۲ ټپیان روغتون ته رالېږدول شوي، چې دوه نورو یې پر لار ساه ورکړې ده.
تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.
تازه خبرونه
د داعش د مشرانو وژل کېدا به دې ډلې ته یو مهم ګوزار وي

خلیلزاد تویت کړی، چې اسلاميامارت د دوحې په تړون کې له داعش سره د مبارزې ژمنه کړې او د داعش د دغو مشرانو له منځه وړل د ژمنتیا ښکارندویي کوي.
د افغانستان لپاره د واشنګتن پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې پر ورځ تویت کړی؛ که د داعش د درې لوړپوړیو غړیو د وژلو ادعا تائید شي، دا به د افغانستان په شمال کې د داعش لپاره یو ستر ګوزار وي.
نوموړي زیاته کړې؛ امریکا او طالبان کولی شي، چې د دوحې هوکړې بشپړ پلي کیدو ته خپلې اړیکې زیاتې کړي؛ ځکه دا د امریکا او طالبانو په ګټه ده.
د یکشنبې پر ورځ اسلامي امارت په ډاګه کړه، چې په بلخ ولایت کې یې پر ځانګړیو عملیاتو د داعش درې مهم غړي وژلي دي.
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست څرګنده کړې؛ د داعش ډلې پخوانی والي او دوهیم نمبر مشر مولوي ضیاءالدین، د خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدی او د داعش د پوځي روزنې مسوول استاد سلمان تاجکستانی له منځه وړل شوي دي.
د استخباراتو عمومي ریاست ويلي، مولوي ضیاءالدین له شهاب المهاجر مخکې د خراسان لپاره د داعش والي او د اداري او قضايي چارو مسوول و.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ استاد سلمان د تاجکستان تبعه او د پوځي روزنې او چاودیدونکیو توکو په جوړولو کې څانګوال او متخصص و.
د دغه رياست د څرګندونو له مخې، دغو کسانو د کابل، بلخ او فارياب په بريدونو کې لاس درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې په ځانګړیو عملیاتو کې د داعش د هغه غړی وژل هم تائید کړل، چې د کورنیو چارو وزارت پر جومات یې د برید مشري کړې وه.
-
روغتيا1 day ago
په افغانستان کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغورل شو
-
تحول5 days ago
تحول: کابل ته د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي کاري سفر
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی د خلکو غوښتنه ده – متقي
-
تازه خبرونه2 days ago
بي بي سي پارسي رادیو له ۸۲ کلونو خپرونو وروسته بندیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
په بلخ کې سیلابونو مالي زیانونه واړول
-
څار5 days ago
څار: د افغان نجونو د زدهکړې پر پیل د یوناما پرلپسې ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران په شمال لویدیځ کې ۵.۶ درجې زلزلې ۱۶۵ کسان ټپیان کړل
-
نړۍ3 days ago
د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن