تازه خبرونه
پاکستان دې د افغان کډوالو خپلسري نیول او ځورول ودروي ـ د بښنې نړيواله ټولنه
د بښنې نړیوالې ټولنې د سې شنبې پر ورځ د کډوالو د نړیوالې ورځې پر ویاړ یو راپور خپور کړ او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو خپلسري نیول او ځورول ودروي.
دې ټولنې په خپل راپور کې ویلي، چې له څه وخت راپدیخوا په پاکستان کې میشت افغانان پخپلسر نیول شوي او ان د ویستلو ګواښونه ورته شوي دي. د نوملیکنې په بهیر کې د پام وړ ځنډ له کبله ډېر له اړوند بهیره پاتې دي او کارتونه نهلري. دا سند افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسیدو اجازه ورکوي. ډېري یې پر عادي ویزو پاکستان ته ننوتلي، چې اوس یې ټاکل شوی وخت پای ته رسېدلی دی.
د جنوبي اسیا لپاره د بښنې نړیوالې ټولنې مرستیالې دنیوشیکا دیسانایاک ویلي: دا ډېره د اندېښنې وړ ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د نړیوالو پام نهدی رااړولی. دوی وطن ته د ستنېدو او په پاکستان کې د پاتې کېدلو وس نهلري او ځانونه په داسې حالت کې ویني، چې ترې د تېښتې لار نهویني. ناڅرګنده حقوقي دریځ او په درېیم هېواد کې د پناه غوښتنې یا میشتېدنې ستونزمن بهیر دوی ډېر زیان منونکي کړي دي.
د راپور له مخې؛ هغه افغانان، چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ څخه د نوملیکنې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره باید له یوه اوږده بهیره تېر شي. د پاکستان د حکومت لخوا د ویزو د نوي کولو ترڅنګ د نوملیکنې د اسنادو په ترلاسه کولو کې ځنډ؛ د پولیسو ځورولو او د نورو چارواکو له لوري د پیسو اخیستو بهیر اسانه کوي. د راپورونو له مخې؛ افغانان د سند، کراچۍ، پېښور، چمن او کوټې په ګډون په ټول پاکستان کې له دغو کړنو سره مخ شوي دي.
دا افغانان د خپل حقوقي حیثیت د ثابتولو لپاره اسناد نهلري؛ رسمي دندې نهشي ترسره کولی او پر ټیټ معاش کار له ښکېلاک سره مخ کوي.
د نوملیکنې له کارت یا ویزې پرته د سیم کارت ترلاسه کول یا د بانکي حسابونو رامنځته کول هم ورته ستونزمن دي او ان افغانان نهشي کولی له خپلو خپلوانو مرسته یا پیسې ترلاسه کړي. د کورونو خاوندان هم د پناه غوښتونکیو له دې وضعیته خپله ګټه پورته کوي.
د بښنې نړیوالې ټولنې په راپور کې دا هم راغلي، چې ډېري نوي راغلي کډوال باید پولې ته سفر وکړي او په رسمي توګه د خپلو ویزو نوي کولو لپاره له پاکستان څخه ووځي، چې دا ورته له لګښت ډک او خطرناک کار دی. دوه مرکه شویو کسانو ویلي، چې سرحدي ساتونکیو د باوري ویزو له لرلو سره ـ سره له پولې څخه د تېرېدو لپاره د بډو غوښتنه کړې ده.
د بښنې نړیوالې ټولنې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د غوښتنلیکونو د ثبت او پروسس بهیر چټک کړي. دې ټولنې د پاکستان له حکومته هم غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسري نیول او ځورول ودروي.
