تازه خبرونه
پاکستان دې هومره وکري، چې د رېبلو توان یې لري – محمد یعقوب مجاهد
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د پاکستان د پوځي او ملکي چارواکو له لوري د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او شړلو ناوړه چلند ته په نغوته کې د دغه کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
محمد یعقوب مجاهد په خپل غږیز پیغام کې، چې د جمعې پر ورځ ( د تلې ۱۲ ) ملي رادیو او تلویزیون خپور کړی؛ څرګنده کړې: مونږ د پاکستان له رژیم څخه غوښتنه کوو، چې پر افغانانو ظلم ونهکړي او شخصي ملکیتونه دې ترې نهغصبوي؛ ځکه د هیڅ قانون له مخې دا کار نهشي کولی. دا کار به وڅېړل شي؛ مونږ به د دې کار د مخنیوي لپاره پوره هڅه وکړو او هیچا ته به اجازه ورنهکړو، چې د افغان وروڼو شخصي ملکیتونه غصب او غلا کړي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالی زیاتوي؛ له افغانانو سره د بېرته راستنېدو پر مهال ظالمانه چلند روان دی، چې باید ژر تر ژره ودرول شي.
هغه له ملګرو ملتونو، نړیوالو ټولنو او بېلابېلو بنسټونو وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره دې د پاکستان د ناوړه چلند د درولو غوښتنه وکړي.
هغه وایي: که خپل هېواد ته د کډوالو راستنول غواړي، باید باعزته راستانه شي. د پاکستان رژیم، چې څه کوي باید پایلې یې هم وسنجوي؛ هومره وکري، څومره، چې رېبلی شي.