تازه خبرونه

پاکستان دې ژر تر ژره له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ودروي – د بشري حقونو د څار بنسټ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۲)

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو او شړلو لپاره په پراخه کچه له ناوړه چلند څخه کار اخلي.

دغه بنسټ د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۷ ) په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې پولیسو او نورو چارواکو مهاجرین نیولي، د هغوی ملکیتونه یې ضبط کړي او د هغوی د هویت اسناد یې له منځه وړي دي. د ۲۰۲۳ ز. کال د سپتمبر له نیمايي راپدیخوا د پاکستان حکومت له ۳۷۵ زره ډېر کسان  ستنېدو ته اړ کړي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د آسیايي برخې مشرې ایلین پییرسن ویلي؛ پاکستانو چارواکو د افغانانو لپاره د اجبار چاپېریال جوړ کړی، چې د افغانستان خطرناکو شرایطو ته یې ستانه کړي. چارواکي باید سمدستي دا ناوړه چلند پای ته ورسوي او له ایستلو سره مخ افغانانو ته دا فرصت ورکړي، چې په پاکستان کې د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په سرغړونو کې د شپې عملیات شامل دي، چې پولیسو په کې افغانان تر وهلو، ګواښلو او نیولو لاندې نیولي. دغه راز پولیسو رشوت غوښتی؛ د هغوی ګاڼې، څاروي او نور ملکیتونه یې ضبط کړي او کورونه یې پر بلدوزرونو ورنړولي دي.

پاکستانيو چارواکو له هغو افغانانو، چې په امریکا، بریتانیا او نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو په تمه دي هم د ۸۳۰ دالرو د ورکولو غوښتنه کړې ده.

هغې زیاته کړې؛ هغو حکومتونو، چې تر خطر لاندې افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو ژمنه یې کړې باید دا بهیر چټک کړي او پر پاکستان فشار راوړي، چې بشري حقونو ته پر شویو ژمنو عمل وکړي. دغه راز دا هېوادونه باید په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي؛ ځکه، چې د ژمي له پیله د سلګونه زره اړمنو کسانو ستنېدا ډېره شوې ده.

Trending

Exit mobile version