تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان پر ختیځو سیمو ۲۱ توغندي توغولي – چارواکي
د ختیځ زون پوځي چارواکو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر شپه ډیورنډ کرښې ته نږدې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
چارواکو په ډاګه کړې؛ پاکستانيو ځواکونو د افغانستان پر لوري ۲۱ توغندي وتوغول، چې مرګ و ژوبله نلري.
د ختيځ زون د لومړۍ سرحدي لوا وياند حمدالله همدرد ويلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو هم پر پاکستانيو ځواکونو يو شمېر توغندي توغولي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې ده.
حمد الله همدرد زیاته کړې، چې جګړه د شپې تر ۹ بجو روانه وه. د نښتې لامل د پاکستانيو ځواکونو برید و، په ځواب کې یې د اسلامي امارت ځواکونو توغندي توغولي او ښايي مرګ و ژوبله یې هم اړولې وي. زموږ ځواکونو او خلکو ته مرګ و ژوبله نده اوښتې.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستانيو ځواکونو د بریدونو د مخنیوي لپاره ۳۲ نوې پوستې جوړوي.