تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان په اړه د شانګهای د تماس ډلې د جوړېدو غوښتنه وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې دا غونډه په ځانګړي توګه پر افغانستان راوڅرخېده او په کې د سیمهییز امنیت د پیاوړتیا او سیمهییز ثبات پر لارو چارو بحث وشو.
د شانګهاي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو د یادې ټولنې د غړو ګډ ارمان دی.
اسحاق ډار زیاته کړې، چې پاکستان له ټولو ګاونډیانو سره د سولې او ټیکاو پر بنسټ د اړیکو په لټه کې دی.
نوموړي زیاته کړې:” په افغانستان کې سوله او ټیکاو زمونږ د ګډو ارمانونو د بنسټ ډبره ده؛ په دې برخه کې له افغانستان سره د تماس ډلې جوړول کولی شي د عملي همکارۍ لپاره ارزښتناک وي، د نن ترهګري، چې د نړۍ امنیت ګواښي د بشریت ګډه اندېښنه ده او د ترهګرۍ ټولې بڼې په ځانګړي توګه حکومتي ترهګري د غندنې ده.”
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې دا غونډه په ځانګړي توګه پر افغانستان راوڅرخېده او په کې د سیمهییز امنیت د پیاوړتیا او سیمهییز ثبات پر لارو چارو بحث وشو.
دغه راز یو شمېر افغان شنونکو وبلي، چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ټینګښت کولی شي په ټوله کې د سیمې لپاره رغنده وي.
د یادونې ده، چې د شانګهاي همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه تېره ورځ پای ته ورسېده او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د یادې ټولنې د مشرانو د راتلونکې غونډې لپاره د چمتوالي وروستی پړاو و، چې ټاکل شوې د روان کال د اګسټ په وروستیو او د سپټمبر په لومړیو کې د چین په تیاجین ښار کې جوړه شي.
