لوبی

پاکستان د افغانستان کرکت ملي لوبډلې ته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱, ۱۴۰۲)

د پاکستان کرکت ملي لوبډلې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه له افغانستان څخه د ۱۴۲ منډو پر توپیر وګټله.

که څه هم د افغانستان لپاره ټاکل شوی هدف ډېر لوړ نه و؛خو د لوبې پیل هم د دې لوبډلې پر ګټه راوڅرخېد.

په دې لومړۍ لوبه کې پاکستان توپ وهنه پیل کړه او په ۴۷ اورونو کې یې د افغانستان لوبډلې ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

د ملي لوبډلې لوبغاړیو دا لوبه په ۲۰ اورونو کې د ۵۹ منډو پر جوړولو پاکستان ته وبایلله.

د کرکت د دغو سیالیو په لړ کې به د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې د راتلونکې پنجشنبې ( د وږي ۲ / د اګست ۲۴) او د شنبې ( د وږي ۴ / د اګست ۲۶) پر ورځو له یو بل سره لوبې وکړي.

د دې سیالیو له لړۍ وروسته به اسیایي جام او بیا د کرکت نړیوال جام ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version