لوبی
پاکستان د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه
(Last Updated On: سلواغه ۱, ۱۴۰۰)
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام په دوه یمه یوه ورځنۍ لوبه کې له پاکستان ماتې وخوړه.
پاکستان د پنجشنبې پر ورځ لوبه پیل کړه او افغان لوبډلې ته یې په ۵۰ آورونو کې د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبغاړي بریالي نشول، چې په ۵۰ آورونو کې ځان دې موخې ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د سې شنبې پر ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې پاپو نوګیني ته د ۱۳۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د یادونې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به سبا (شنبه د سلواغې ۲) په دې جام کې خپله درېیمه لوبه د زمبابوی له کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.