تازه خبرونه

پاکستان د افغان کډوالو د شکایتونو د اورېدو لپاره یو مرکز جوړ کړ

دا پرېکړه له هغې دوه ورځې وروسته رامنخته شوه، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې د یو شمېر مسلو په ګډون له پاکستان څخه د افغانانو د ډله‌ییزې شړنې په اړه خبرې وکړې.

Published

on

په اسلامآباد کې د روانې جبري ایستلو د کمپاین په اړه له مخ پر زیاتېدونکو نیوکو هم‌مهاله پاکستان له افغان وګړو سره د مرستې، خواخوږۍ او د دوی د بېرته ستنېدو پرمهال د ځورونې شکایتونو ته د ځواب ویلو لپاره د ۲۴ ساعته اړیکې مرکز رامنځته کړی دی.

دا پرېکړه له هغې دوه ورځې وروسته رامنخته شوه، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې د یو شمېر مسلو په ګډون له پاکستان څخه د افغانانو د ډله‌ییزې شړنې په اړه خبرې وکړې.

په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې “پاکستان د ملي بحران د معلوماتو د مدیریت په مرکز (NCIMC) کې د ۲۴ ساعته فډرالي کنټرول خونه کوړه کړه، چې له افغان وګړو سره مرسته وکړي او د بېرته ستنېدو په وخت کې یې د ځورونې شکایتونو ته لاسرسی ومومي.”

په افغانستان کې د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان د دفتر لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د مرستې لپاره د اړیکې خدمات د کابل د سفر پر مهال له شوې ژمنې سره سم پیل شوي دي.

ډار ژمنه کړې، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به په ۴۸ ساعتونو کې د افغان ستنېدونکو لپاره د شکایتونو میکانیزم ساده کولو لپاره یوه خبرتیا هم خپره کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې ډار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د سفر پر مهال یې د هغه له میلمه پالنې مننه وکړه.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړو مشرانو د خپلو خبرو اترو له پایلو څخه رضایت څرګند کړی او هوکړه یې کړې، چې “د دواړو هېوادونو د خلکو د متقابلو ګټو لپاره رامنځته شوې پرېکړې باید چټکۍ پلي شي.”

ډار متقي ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړه، چې افغان چارواکي یې بلنه ومنله.

دا وروستی اقدام د اسلام آباد د هغو هڅو پر مهال رامنځته کیږي، چې غواړي له ۸۰۰ زره څخه زیات افغان کډوال وباسي، چې ډېری یې له لسیزو راپدېخوا په پاکستان کې ژوند کوي.

د بشري حقونو ډلو او افغان چارواکو په وروستیو اوونیو کې له کډوالو سره د روان چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. ډېری دغو کډوالو د ځورونې، خپلسري نیولو، د ملکیتونو او شتمنیو ضبطولو او د کورنیو جلا کېدو په اړه راپور ورکړی دی.

د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې، د اپریل له لومړۍ راپدېخوا نږدې ۸۵ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version