Connect with us

لوبی

پاکستان د نړیوال جام په لومړۍ بریا کې هند ته پر ماتې ورکولو خوښي څرګنده کړه

Published

 on

(Last Updated On: لړم ۴, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان په ښارونو کې پر بېلابېلو بڼو خوښي په ډاګه شوه؛ چا پټاکې والوځولې، څوک سړکونو ته راووتل او په دې توګه د نړیوال جام لومړۍ بریا ونمانځل شوه.

پاکستا د شل آوريز نړيوال کرکټ جام د سوپر ۱۲ پړاو په څلورمه سیالۍ کې هندوستان ته پر ۱۰ وکټو ماته ورکړه.

دا سيالي د تلې پر ۲ / د اکتوبر پر ۲۴ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لبغالي کې ترسره شوه، چې هند په لومړۍ توپوهنه کې د ۷ لوبغاړیو پر سوزېدو ۱۵۱ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په شارجه کې د سوپر ۱۲ پړاو په درېيم او د نړيوال شل آوريز جام په ۱۵ سیالۍ کې سريلنکا بنګلاديش ته پر ۵ وکټو ماتې ورکړه.

په شل آوريز نړيوال کرکټ جام کې د پاکستان لوبډله پخپل ګروپ کې له افغانستان، هند، نیوزیلېنډ ،ناميبيا او سکاټلېنډ سره لوبې لري.

لومړي وزیر عمران خان د پاکستان لوبډلې بریا د ستایلو تر څنګ ویلي؛ ملت پر تاسو ټولو ویاړي.

پاکستانيو رسنیو هم د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د دغو مراسمو د تر سره کولوراپور ورکړی، چې د مسلمانانو اکثریت سیمه ده.

سوپر پړاو، چې د نومبر پر اتمه پای ته رسیږي او بیا به د پاتې څلور بریالیو لوبډلیو ترمنځ د نومبر پر ۱۰ او ۱۱ وروستۍ سیالۍ تر سره شي او د دوه بریالیو لوبډلیو ترمنځ به بیا د نومبر پر ۱۴ پایلوبه ترسره شي.

لوبی

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لومړۍ لوبه له سریلانکا وګټله  

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه لوبډلې سریلانکا ته پر شپږو ویکتو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۹۸ او رحمت شاه ۵۵ منډې وکړې. فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

سریلانکا په ۵۰ آوورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۶۸ منډې یې جوړې کړې. افغانستان ټاکل شوی هدف په ۴۶.۵ آوورونو کې پوره کړ.

د افغانستان لوبډله به راتلونکې لوبه د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي پر ۱۴) له سریلانکا سره ترسره کړي.

Continue Reading

لوبی

چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر ورځ چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ (IPL) په پایلوبه کې ګجرات تایتانز ته د پېنځه ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د اړوند پړاو اتلولي یې خپله کړه.

ګجرات لوبډلې د څلورو لوبغاړیو له سوځېدو سره د خپل تکړه توپ‌وهونکي سای سودارسان پر ۹۶ ځواکمنو منډو د ۲۱۵  هغو هدف وټاکه.

دا پایلوبه باید د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې وای؛ خو پرلپسې باران ترسره کوونکي اړ کړل، چې لوبه دوشنبې ورځې ته وغزوي؛ خو لوبه ۱۵ آوورو ته راکښته شوه، چې ورسره هدف هم ۱۷۱ منډې وټاکل شو.

له پچې ګټلو وروسته د چینای لوبډلمشر دوني د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او ډګر یې تر څارنې لاندې ونیوه او ټاکلې موخې ته ورسېدل.

ګوجرات تايتانز لوبډلې تېر کال دغه اتلولي ګټلې وه؛ سږکال پايلوبې ته ووت،؛ خو سيالې لوبډلې ته پر ماته ورکولو بریالۍ نشوه.

په سږني ۲۰۲۳ کال غوره لیګ کې افغان ستوري راشد خان، نوراحمد لکڼوال ګجرات ته، فضل الحق فاروقي له سنرايزر حیدرآباد سره، نوين الحق له لکنو سوپر جايانتز او رحمان الله ګوربز له کلکته نايت رايدرز سره ولوبېدل او هر یو ښه وځلېدل.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د مرکزي آسیا د فوتبال اتلولۍ په لومړۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان له ۲۰ کلنو ټیټ عمره ځوانانو د فوتبال ملي لوبډلې د یکشنبې پر مازیګر د مرکزي آسیا د فوتبال اتلولۍ د سیالیو په لومړۍ لوبه کې ترکمنستان ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

دا لوبه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په زسکا لوبغالي کې ترسره شوې ده.

په دې لوبه کې افغانستان د فرهاد علی‌زاده پر ښکلې صربې له سیالې لوبډلې مخکې شو؛ خو وروسته د ترکمنستان لوبډلې ډېر ژر لوبه مساوي کړه.

البته له لومړي ګول څو دقیقې وروسته ترکمنستان له یوې پینالتۍ هة برخمن شو؛ خو د افغانستان ګول ساتونکي فیصل سعیدخېل د دې پینالتۍ پر نیولو د ترکمنستان د بریا مخه ونیوله.

په دوه‌یمه نیمايي کې د ترکمنستان له هڅو ترسره کولو سره ـ سره افغانستان وکولی شول، چې د همایون همدرد پر بدیل عنایت الله کوهي دوه‌یم ګول وواهه او بریا یې ترلاسه کړه.

په دې تورنمنت کې به د افغانستان دوه‌یمه لوبه نن دوشنبه د کابل پر وخت مازیګر ۴:۳۰ د کوربه هېواد تاجکستان پر وړاندې ترسره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!