تازه خبرونه
پاکستان د کابل پر سید الشهدا ښوونځي برید وحشیانه وګاڼه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یکشنبې پر ورځ د کابل ښار پر یوه ښوونځي چاودنې وحشیانه بولي او هغه غندنه او وایي، چې په کې یو شمېر بې ګناه ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
هغه د پرونۍ ورځې د خونړي برید په غبرګون کې، چې لږ تر لږه یې ۵۸ زدکوونکي وژلي او له ۱۵۰ ډېر یې ټپیان کړي ویلي: مونږ د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره ودریږو او د افغانستان د سولې، پرمختګ او هوساینې په لار کې ترې خپل ملاتړ روان ساتو.
تر دې دمه کومې هیچا د برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ حکومت د برید پړه پر طالبانو اچوي؛ خو طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
دغې چاودنو د نړیوالې ټولنې غبرګونونه هم راپارولی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونیو ګوټرس هم دغه برید “وحشیانه ” بولي او کلکه غندنه یې کوي.
هغه څرګنده کړې؛ هغه کسان، چې په دغه “جنایت” کې ښکېل دي باید حساب ورسره وشي.
ګوټرس په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د سوله ییزې حل لارې پر ترلاسه کولو هم ټینګار څرګند کړ.